د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې غړی کريم صادق هم د دغه شپنیو لوبو نندارې ته راغلی و. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له همدغو سياليو له لارې دوی د کريکټ په برخه کې استعدادونه مومي او بيا يې په بېلابېلو اکاډمیو کې روزي
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د پيښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، وسله وال برید د یکشنبې پر سهار اووه وسله والو کړی وو چې تر شاوخوا څلور بجو د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، په دې اړه يې افغان چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته ويلي چې د دوی د مامورینو د موندلو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
د افغانستان په پکتیا ولايت کې نن سهار د پوليسو په يو مرکز برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي. دا بريد په ګردېز کې شوی دی.
د شنبې په ورځ په خوست کې د نوري فایبر د انټرنیټ او د پنځه زره مزو په ظرفیت د تلیفون دوې پروژې،له بشپړیدو وروسته پرانیستل شوې.
په کونړ کې ماشومان وايي شاوخوا ۴۰کاله وشول چې په هېواد کې جنګ روان دی هره ورځ پکې په لسګونو افغانان په یو اوبل نوم وژل کېږي،له هغوي کورنۍ پاتې کېږي،همدغه کورنۍ د غربت او سرپرست نشتوالي په وجه دې ته اړ کېږي چې څوک په بازار کې سوال وکړي څوک په خپلو تنکیو ماشومانو شاقه کارونه کول پیل کړي او یو شمیر يې بیا په ټولنه د نورو ناوړه کارونو کولو لاس پورې کړې.
د افغانستان د علماو شورا د کابل وروستۍ حمله په کلکو ټکو وغندله او دا حمله یې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل یاد کړ.
د افغانستان ملي امنيت وايي، له پاکستان يې په رسمي توګه د هغو درې مشکوکو کسانو ورسپارلو غوښتنه کړې چې د جنورۍ په مياشت کې يې د والي پرکور په شوي بريد کې لاس درلود.
د امريکايي چارواکيو له خولې ويل شوي چې پېنټاګون به څلور زره نور عسکر افغانستان ته لېږي چې دارنګه د جګړې په ټپه ولاړ حالت بدل کړل شي.
په کابل کې د اهل تشیع پر یوه جومات په وسله وال برید کې د یوه قومي مشر او یوه پولیس قومندان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
د کورمې مشران وايي، د دوی په غوښتنه د پاکستان پوځ د پکتیا -خرلاڅو لار د اتوار په ورځ د بیا پرانیستلو پرېکړه کړې ده.
قزاقستان کې تر خبرو وروسته پاکستان او افغانستان د چين په منځګړتوب د اړيکو په ښه کولو سلا شول. افغان حکومت پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي. اسلام اباد يې نه مني. د افغان ولسمشر يو وياند دواخان مينه پال وايي خپل دريځ يې د نوي ضمانتونو ترلاسه کولو وروسته نرم کړی دی. بشير ګواښ هغه سره مرکه کړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته