د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکمتیار: د ټاکنو په اوسني سیسټم کې دې بدلون راشي


د افغانستان د حزب‎اسلامي مشر وايي، د انتخاباتو د روڼتیا او ډېرو لګښتونو د مخنیوي په هدف په کار ده چې د انتخاباتو په اوسني سیسټم کې بدلون راشي.

ګلبدین حکمتیار د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د جمهوري ریاست، د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو جلا-جلا انتخابات، ډېر لګښت غواړي او ستونزمن به هم وي.

د افغانستان د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د افغانستان د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

نوموړي وویل:

"دا سیسټم باید بدل شي، چاره یې دا ده چې موږ د متناسب تمثیل پر بنسټ انتخابات ولرو، یعنې یو ځل انتخابات. په پنځو کلونو کې یوځل له خلکو وغوښتل شي چې خپلې رأیې په صندقونو کې واچوي. د ده رأیه باید د جمهور رئيس، د ولسي جرګې د غړیو، د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو د غړو او حتی د والي په ټاکلو کې اغېز ولري."

حکمتیار وویل،خپله دغه غوښتنه به د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او د ملي تفاهم له غونډې سره شریکه کړي.

ده دا هم وویل، د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې به برخه واخلي خو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د خپل داسې یوه کاندید ترڅنګ ودرېږي چې کورني او بهرني ملاتړ ولري او خلکو ته خدمت وکړي.

نوموړي د موجوده ولسي جرګې د غړیو د انتخاباتو د څرنګوالي په هکله هم نظر ورکړ او ټنیګار یې وکړ چې کاندیدان باید د زور او پیسو له لارې ولسي جرګې ته لاره و نه مومي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب‎اسلامي ګوند په تېرو کلونو کې د حکومت له مخالفنیو څخه و، خو تېر کال یې له حکومت سره تفاهم‎لیک لاسلیک کړ او د سولې له بهیر سره یو ځای شو.

حکمتیار شااوخوا یوه نیمه میاشت مخکې کابل ته راغی او د ګوند غړیو یې هم د شوي تفاهم‎لیک له مخې حکومت سره له مخالفته لاس واخېست.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د حکمتیار د څرګندونو په اړه وايي، د هېواد راتلونکي انتخابات، د انتخاباتو له قانون سره سم ترسره کېږي.

د دغه کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد مشال راډیو ته وویل:

د انتخاباتو د کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد
د انتخاباتو د کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد

"د ټاکنو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې قانون پلی کړي او دولت هم باید دا کار وکړي. انتخابات چې په پام کې دي ترسره شي هغه د ولسوالیو د شوراګانو او ولسي جرګې انتخابات دي. خو کوم انتخابات چې هغوی یې غواړي هغه د ولایتي شوراګانو او د جمهوري ریاست انتخابات دې چې د قانون له مخې ورته وخت پاتې دی. نو له دې امله له وخته دمخه انتخابات نه شو ترسره کولی."

صیاد وايي، دوی ته هغه وخت د حزب‎اسلامي طرحې د منلو دي چې حکومت یې ومني او د انتخاباتو په قانون کې بدلون راولي.

ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د راتلونکو انتخاباتو پر شفافیت ټینګار کوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې په ناسته کې د ولسي جرګې د انتخاباتو پر شفافیت خبرې کړي او ټنیګار یې کړی چې د جمهوري ریاست انتخابات به په ټاکلي وخت وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG