د لاسرسي ځای

استانه کې د شریف او غني له ملاقاته هېلې


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د افغانستان اولسمشر اشرف غني د څلور اړخيزه ګروپ له لارې په افغانستان کې امن او مفاهمت لپاره په ک کار کولو اتفاق کړی دی.

د پاکستان خارجه دفتر په خپله خبرپاڼه کې وايي چې وزيراعظم نواز شريف او اولسمشر اشرف غني ترمېنځه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې شوي ملاقات پرمهال د وسله والو ډلو پرضد د فعالیتونو د تایید لپاره د يو نظام په جوړولو اتفاق شوی دی.

په خبرپاڼه کې ويلې شوي چې دواړو مشرانو ترمېنځه ليدنه کې د وسله والو پر ضد د فعالیتونو په اړه یوه بل ته د خپلمنځي معلوماتو ورکولو او دغه راز د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې ډلې پر کارولو هم اتفاق وشو.

پاکستان، افغانستان، چين او امریکا د استازو په ګډون له دې وړاندې هم پنځه څلوراړخیزې غونډې په اسلام اباد او کابل کې شوې وې خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور د فضا د نه شتون له امله څه باندې یو کال وړاندې د دغو غونډو لړۍ وشلیدله.

د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې وېل شوي چې وزيراعظم نوازشریف کابل کې موټربم برید غندلی او ویلي یې دي چې هېواد یې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

په کابل کې د مې په ۳۱ مه نېټه ځانمرګې موټر حمله شوې وه چې پکې شاوخوا نوي (۹۰) کسان چې پکې زياتره ولسي وګړي وو وژل شوي او له څلورو سوو څخه زیات ژوبل شوي و.

له دغه بريد ورسته د افغان چارواکو وينا وه چې بريد پر پاکستان کې پلان شوی او د حقاني شبکې لخوا تر سره شوی خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي هغه خلک دا قسمه تورونه لګوي څوک چې په افغانستان کې د امن او قلارۍ غوښتونکي نه دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې له نواز شریف سره وکتل چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې د کابل پروسې په ناسته کې یو ځل بیا په پاکستان غږ وکړ چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د پاکستان او افغانستان په اړيکو نظر لرونکی افراسياب خټک وايي چې د دواړو ملکونو مشرانو ترمېنځه ملاقات يو ښه ګام دی ځکه چې خپلمنځي شخړې صرف د خبرو اترو له لارې هوارېدی شي. د نوموړي په وینا پاکستان چې د افغانستان په هکله کومه پاليسي جاري ساتلې نو دا صحيح نه ده ځکه چې دا د يو پوځي امر پروخت کې جوړه شوې وه او دې پالېسۍ دواړو ملکونو ته ډير تاوان رسولی نو وخت راغلی چې پاکستان دا پاليسي ختمه کړي او په ۲۰۱۴ کې چې د اشرف غني سره اسلام اباد سفر پروخت کومې وعدې کړې وې نو هغه دې عملي کړي.

د پاکستان او افغانستان مشرانو په داسې حال کې په دوه اړخېزو مسایلو سره خبرې کړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په وروستیو کې اړیکې له پخوا زیاتې سړې شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG