د لاسرسي ځای

تازه خبر

حلیم فدايي: په لوګر کې بهرني وسله وال شته


د لوګر والي حلیم فیدايي
د لوګر والي حلیم فیدايي

لوګر: د افغانستان د لوګر ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي، پدې وروستیو کې د یاد ولایت په ځینو ناامنو ولسوالیو کې بهرني وسله وال ځای پر ځای شوي او د لوګر او نږدې ولایتونو د امنیت د خرابولو هڅې يې پیل کړي دي.

دوی په ځانګړي ډول څرخ، خروار او ازره هغه ولسوالۍ بولي چې بهرني جنګیالي په کې فعالیت لري او د هغوی په وینا چې ازره کې تازه د چیچین او ازبک جنګیالیو یو شمېر کورنیو هم اړولي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رييس ناصر غیرت مشال راډیو ته وویل، چې په لوګر کې بهرني وسله وال په نویو او عصري وسلو سمبال دي او ځینو سیمو کې يې ښکاره مرکزونه جوړ کړي دي.

ناصر غیرت زیاتوي، بهرني جنګیالي څه موده مخکې په څرخ یا خروار ولسوالۍ کې هم ښکاره شوي وو، چې بیا د عملیاتو په نتیجه کې هلته چیچینیایان له منځه ولاړل، اوس هم ازرې ولسوالۍ ته خارجیان د دولت خلاف جنګ لپاره راغلي دي او هلته د داعش تر نامه لاندې فعالیت کوي، هلته ښکاره مرکزونه لري، چې دا نه یواځې د لوګر لپاره بلکې د افغانستان لپاره هم یو لوی ګواښ دی.

د ولایتي شورا مشر ناصر غیرت زیاتوي، د لوګر امنیتي حالت د خرابېدو په حالت کې دی او اوس د کابل -لوګر لاره هم امن نده پاتې شوې.

د ولایتي شورا یو بل تن غړی ډاکتر ولي وکیل وایي،لوګر کې پخوا هم بهرني جنګیالي موجود ول، خو په اوس کې یو شمېر نوې کورنۍ يې ارزې ولسوالۍ ته راغلي او خپل فعالیتونه یې پیل کړيدي.

ولي وکیل وویل ، کله په څرخ او کله په ازره کې په دا اطرافي ولسوالیو کې بهرني وسله وال لیدل شوي او لیدل کیږي، همدا اوس په روزه کې په ازره کې خواوشا دوولس کورنۍ چې اکثریت چیچین او ازبک بلل کیږي، خلک ورسره په ژبه باندې نه پوهیږي راغلي وو او هلته شتون لري، البته ګرځنده خلک دي، داسې ثابت حالت نلري، دا هغه ډلې دي چې غواړي د جګړې دوام ته لمن ووهي او د افغانستان جګړه اوږده کړي.

بلخوا د لوګر والي حلیم فدايي له مخکې هم په یاد ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو فعالیتونه مني او زیاتوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په ځانګړي ډول څرخ او خروار کې هغوی ته ځاني او مالي تلفات اوړیدلي، خو د ازرې په باب وايي، چې پدې اړه د دوی کشفي او استخباراتي ادارو د مالوماتو راټول پیل کړي دي.

د لوګر والي وړاندې وویل ، پدې اړه موږ لومړني مالومات لرو، چې په څرخ او ازره کې د بهرنیو طالبانو د شتون خبره کیږي او پدې اړه باندې پدغو وروستنیو عملیاتو کې په څرخ کې ځنې خارجي طالبان وسلوال شول، اما د ازرې په اړه موږ اوس څېړنه کوو، کشفي ارګانونه ورباندې کار کوي چې ایا دا خارجي طالبان موجودیت لري، که لري يې څومره دي او د دوی اجنداء او مفکوره څه ده.

د لوګر والي وايي، پدې هېوادکې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې جګړه ده او هغه خلک چې د افغانانو خلاف وي، ممکن د افغانستان د بې ثباتی او د افغانانو د ځورولو کوښښ وکړي، خو افغان ځواکونه يې مقابلې ته تیاری لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په شمال ختیز کندز، بدخشان او یو شمېر نورو سیمو کې هم افغان امنیتي مسوولینو او ځايي خلکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د وسلوالو په لیکو کې ازبک، چیچین، تاجک، وزیرستاني او نور بهرني جنګیالي هم شتون لري.

XS
SM
MD
LG