د لاسرسي ځای

عبدالله: باید ومنو چې په حکومتوالۍ کې پاته راغلي یو


د درېیوو کلونو تر تېرېدلو وروسته، د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس دا مني چې دوی په دندو کې پاتې راغلي دي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې د خلکو د امنیت د نه خوندیتوب او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن رامنځ ته کېدو په تړاو وویل:

د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس
د ملي يووالي حکومت اجرائیه رئیس

"موږ د ملي وحدت حکومت د مشرانو په توګه په‎دې باید اعتراف وکړو چې په دندو او خلکو ته د خدمت او هغه څه چې د افغانستان خلک یې وړ دي موږ ونه توانېدو چې ترسره یې کړو، موږ په حکومتوالۍ کې پاتې راغلي یو او په ټوله کې د ملي وحدت حکومت پاتې راغلی دی."

تردې وړاندې یو شمېر سیاستوالو، سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او عامو خلکو د ملي وحدت حکومت له بې کفایتۍ سخت انتقادونه کړي دي.

د دوی په وینا د هېواد سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت او بهرنۍ سیاست په ناوړه وضعیت کې دي.

د افغانستان د جمیعت اسلامي ګوند، نوي ملي جبهه، د حراست او ثبات شورا او د جهادي احزابو شورا له هغو ګوندونو څخه دي چې په کراتو یې د حکومت په کړنو سخت انتقادونه کړي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ملي وحدت حکومت مشران د خپلو ناکامیو په منلو سره غواړي چې د خلکو په وړاندې خپل بایللی اعتماد بېرته خپل کړي.

افغان کارپوه یونس فکور په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

افغان کارپوه یونس فکور
افغان کارپوه یونس فکور

"د دوی د ناکامۍ پایله دا ده چې د حکومت اصلي هدف چې د امنیت ټينګښت د هېواد پرمختګ او د عدالت تطبیق و؛ هغه یې یوې خواته پریښې او یوازې په دولتي پوستونو کې د کسانو د ګمارنې برخې ته یې ډېره پاملرنه کړې ده."

ښاغلی فکور وایي، د حکومت د مشرانو له‎خوا په دندو کې د پاتې راتلو منل د ستونزو د هواري لار نه‎ده.

نوموړی ټينګار کوي چې د دې ډول څرګندونو پرځای باید د خلکو د قناعت خپلولو په هدف د امنیت ټينګښت په برخه کې په اساسي پلانونو کار وشي.

راپور: ناجیه ساپۍ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG