د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د نظام د ملاتړ غونډه


په جلال اباد کې د نظام د ملاتړ غونډه
په جلال اباد کې د نظام د ملاتړ غونډه

په داسې حال کې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې يو شمېر کسانو د افغانستان د اوسني نظام په خلاف خېمې لګولي او د لوړ پوړو دولتي چارواکو د استفا غوښتنه کوي، په ننګرهار کې د مشرقي ولایتونو ولسونو د نظام د ملاتړ او د قومونو د يووالي تر عنوان لاندې يوه غونډه رابللې وه چې ګردو يې له نظام نه د ملاتړ غږ پورته کړ.

د قومونو د یووالي او له نظام ملاتړ دغه غونډه د شنبې په ورځ د ننګرهار د سرحدنو او قبایلو چارو ریاست په انګړ کې تر سره شوه چې د مشرقي ولایتونو د بېلابېلو قومونو استازو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو په کې ګډون کړی و.
په ننګرهار کې د قومونو د یووالي شورا یو تن غړي احسان الله کاموال په حکومت غږ وکړ چې هيچا ته وخت ورنه کړي چې د هېواد ثبات او راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي:

« موږ مشرقیوال د اوسني حکومت په چارواکو غږ کوو چې د شرخوښو او سولې ضد عناصرو، لخوا راپیدا شوی کړکېچ ژر تر ژره په جدي توګه پای ته ورسوي او هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد امنیت او سياسي ثبات له ګډوډۍ سره مخ کړي.»

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني وویل، هر هغه څوک چې د پېښې غندنه کوي، د حکومت پر ځای دې د پېښې عاملین وغندي:

« که دا اوس هم د کابل د پېښې د شهيدانو لست له اولې ورځې نه راواخلئ، شايد تر نورو قومونو په کې پښتانه ډېر وي. خو ټول افغانان سره ورونه دي، موږ د پېښې غندنه کوو، خو که څوک راپاڅېږي، د هغو خلکو خلاف دي غږ اوچت کړي چې د پېښې عاملين دي.»

په جلال اباد کې د نظام د ملاتړ غونډه
په جلال اباد کې د نظام د ملاتړ غونډه


د لغمان د ولایتي شورا منشی ګلزار سنګروال په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې موجوده نظام د ملت په قربانيو لاسته راغلی او دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د نظام پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي:

«اوس چې په کابل کې کوم کشمکش روان دی، خيمې وهل شوي دي، له دغو خېمو او کشمکش نه د قوم پرستۍ او تعصب بوی راځي، دا نظام د دې ملت د قربانيو په نتیجه کې رامنځته شوی دی. او ستاسو د دغو خېمو وهلو او دغه کشمکش نه دتعصب بوی راځي، پړه او ملامتیا به يې هم ستاسو په غاړه وي.»

په جلال اباد کې د نظام د ملاتړ غونډه
په جلال اباد کې د نظام د ملاتړ غونډه


په غونډه کې يو پريکړه لیک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي« هغوی چې د نظام په خلاف يې خېمې درولي، تر شاه يې د يو شمېر هغو کړيو لاسونه دي چې د خپلو اهدافو لپاره زموږ هېودوال په يوه او بل نوم سره تاوتريخوالي ته هڅوي. خو د مشرقي ولسونه به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ثبات ته زیان ورسوي.»

XS
SM
MD
LG