د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا د پاکستان او افغانستان کاري ډلې به ګټه ولري؟


افغانستان او پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دوه اړخيزو کاري کمېټو په رامنځته کولو سلا شوې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دا کاري کمېټې به کله خپل کار پيلوي خو دواړه خواوې وايي چې د امنيت ساتلو لپاره مهمې دي. پخوا هم د ورته همکاريو وعدې شوې خو ترهګري ورسره نه ده کمه شوې.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو وياند نجيب ازاد نن مشال راډيو ته وويل چې له پاکستان سره نوې کاري کمېټې به له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره تر پخوانيو هغو اغېزمنې وي.

''موږ به استخباراتي معلومات نه سره شريکوو خو په پوځي لحاظ به د دواړو هيوادونو امنيتي ځواکونه په خپله خپله خوا کې د ترهګرو خلاف عمليات کوي. د دې ترڅنګ به نظامي او ملکي چارواکي په پرله پسې ډول د اړيکو ښه ساتلو او همکاريو څارنې لپاره ملاقاتونه او خبرې کوي.''

د پاکستان وزيراعظم نواز شریف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جون په نهمه په قزاقستان کې د شانګهای همکارۍ کنفرانس په څنډو کې سره لیدلي ول او د يادو همکاريو په اړه يې خبرې وکړي. تر دې مخکې د مې مياشتې په يودېرشمه نېټه په کابل کې شوي ځانمرګي بريد کې ۱۵۰ کسان وژل شوي ول. افغان چارواکیو د دې بريد زمه واري پر حقاني شبکې واچوله او و يې ويل چې د پاکستان جاسوسي ادارې (ISI) په مرسته شوی. خو حقاني شبکې او پاکستان په دې حمله کې لاس لرل رد کړل.

افغانانو ته پکار دي چې د چين، امريکا او پاکستان په څلور اړخيزو ناستو کې په دې هکله خبرې وکړي چې تر څو به افغانستان د ترهګرۍ قرباني وي؟

د سياسي چارو څېړونکی ډاکټر محمد تقي وايي کابل او اسلام اباد بايد د چين او امريکا په شتون او منځګړتوب کې له يو بل سره د واضحو خبرو ترڅنګ همکاریو ته ډېر پام وکړي. هغه زياتوي: ((نوی امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د افغانستان لپاره خپله پاليسي اعلانوي نو افغانانو ته پکار دي چې تر هغې مخکې د چين، امريکا او پاکستان په څلور اړخيزو ناستو کې په دې هکله خبرې وکړي چې تر څو به افغانستان د ترهګرۍ قرباني وي؟))

افغانستان او پاکستان په داسې حال کې د همکاريوو خبرې کوي چې دوی پر يو بل د وسله والو د ملاتړ تورونه لګوي. څه موده مخکې د پاکستاني وزيراعظم بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز په واشنګټن کې د خبرو پر مهال منلې وه چې پر طالبانو ځکه يو څه کنټرول لري چې د هغوی کورنۍ پاکستان کې دي او د زخميانو درملنه يې هلته کيږي.

کابل کې د سولې مطالعاتو او د شخړو حل مرکز يو څيړونکی، حکمت الله اعظمي وايي پاکستان که له طالبانو وېره نه لري نو په سيمه کې د داعش وسله والې ډلې د پراخېدونکي ګواښ څخه بايد وېره پيدا کړي. د هغه په وينا له همدې وجې بايد افغانستان سره د امنيت لپاره شريک کار وکړي.

ولسمشر غني بيا بيا ويلي چې پاکستان افغانستان سره په نااعلان شوې جنګ کې ښکېل دی

نوموړی زياتوي: ((فکر کوم داعش له افغانستانه، د پاکستان لپاره ډير خطرناک دی. هلته ورسره تعليم يافته خلک ملګري کيږي. د شيعه او سني مسله هم زياته ده. داعش له دې وجې مخ په پراخېدو دی چې دلته د طالبانو له وجې بې امني ده. نو پکار ده چې پاکستان او افغانستان په دې لړ کې شريک کار وکړي.))

تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بيا بيا ويلي چې پاکستان ته يې د دوستۍ لاس وغځاوه خو هغوی د همکارۍ پر ځای د افغانستان سره نا اعلان کړې جنګ ته دوام ورکړ. پاکستان دا خبره نه مني او وايي غواړي سيمه کې امن راشي.

XS
SM
MD
LG