د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د ازادۍ راډیو د خبریال نیول کېده وغندل شو


په افغانستان کې د ژورنالیستان ملاتړ یو شمېر خپلواکو ادارو په غور ولایت کې د ازادۍ راډیو د خبریال بندي کول او له هغه سره ناوړه چلند غندلی دی.

یادو ادارو تور پورې کړی چې د ملي امنیت ریاست یو شمېر مامورینو د جمعې په شپه په غور کې د ازادي راډیو خبریال عبدالقدیرغفوري په غیر قانوني ډول نیولی ، وهلی او څو ساعته يې په بند کې ساتلی وو.

دې ادارو د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده او د دې پېښې پر څېړنه یې هم ټینګار کړی دی.

عبدالقدیرغفوري وايي چې بندي کېدو یې له کار سره تړاو درلود او سپکاوی هم ورته شوی دی.

په افغانستان کې د ازادو مطبوعاتو د ملاتړ ادارې "نی" هم د خبریال عبدالقدیرغفوري د نیول کېدو او له هغه سره د ناوړه چلند له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

خو د ملي امنیت د اړیکو څانګې یو چارواکي د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ادارې ته ویلي چې دا خبریال د امنیتي ځواکونو خبرداري ته له پاملرنې او د تلاشۍ په سیمه کې له اجازې پرته د تېرېدو پر وخت نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست چارواکو له دې خبریال سره د ناوړه چلند او د هغه د وهلو ادعاوې هم رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG