د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیان د یو ماشوم وژونکي ته سخته سزا غواړي


د خوست د تریزیو او عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکیو له دولته غوښتي، چې د سېشنبې په ورځ د یو ماشوم د قتل او لارې وهنې په تور نیول شوي کس ته دې تر ټولو سخته سزا ورکړي.

چارواکي وايي، نوموړی ماشوم هغه مهال ووژل شو او د هغه پلار او تره ټپیان شول، چې خپل کلي ته د تګ پر مهال يې د منګسو په خوړ کې موټر د غلو تر وسلوال برید لاندی راغی.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، د خوست د مرکز اړوند د منګسو خوړ کې یوه ډله وسلوالو غلو چې غوښتل يې د ملکي وګړو څخه موټر وتښتوي او په موټر کې سپاره کسان د موټر ورکړي تیار نشول، نو د وسلوالو لخوا پرې ډزې وشوې، چې په ډزو کې یو شپږ کلن ماشوم ووژل شو او د همدې ماشوم پلار او تره په کې ټپیان شول.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې پولیسو د پيښې له خبریدو سره سم خپل اجراات او حرکتونه پیل کړل، چې بالاخره د چهارشنبې ورځې سهار درې بجې د پيښې یو تن تورن ونیول شو.

مل پاسوال فیض الله غیرت زیاتوي:

((موږ ټوله شپه د پيښې د مرتکبینو د نیولو لپاره عملیات وکړل، بالاخره موږ نن سهار درې بجې موفق شو، چې د ګربزو ولسوالۍ اړوند یو کلي کې موږ مظنون د یو میل سلاح سره بالفعل نیولی دی، انشاالله زموږ د قانوني پړاونو وروسته به دی عدلي او قضايي ادرو ته معرفي کړو.))

په افغانستان کې پر محاکمو د ولس یوه بې باوري داده، چې د بیلابیلو درنو جرمونو په تور نیول شوي کسانو ته د محاکمو لخوا د قانون مطابق سزاء نه ورکول کیږي.

د وژل شوي ماشوم تره محمدبصیر چې هغه هم پدې پيښه کې ټپي شوی په خپلو خبرو کې په ژړغوني اواز قضاء مخاطبه کړه او د یاد شپږ کلن ماشوم د قاتل لپاره يې د سختې سزاء غوښتنه وکړه.

نوموړي وړاندې وویل:

((قاضي صیب! تاته وایم که ستا زوی يې شهید کړی وای، نو څه ډول سزاء به دې ورکړي وای، چې کوم قاتل او مجرم دی هغه يې نیولی دی، هغه دوه نور کسان خو يې ملګري وو هغه به پولیس پسې نیسي، خو اصلي قاتل يې نیولی دی، چې کوم زه ویشتی یم، زما وراره يې وژلی دی او زما ورور يې وهلی دی، نور به يې څومره وهلي او وژلي وي.))

​دتریزیو یو تن قومي مشر حاجي ډیوالي چې د مشرانو په یوه ډله کې د پيښې په تړاو ځايي چارواکو سره د لیدنې لپاره خوست ښار ته تللی وو، د پولیسو د ستاینې تر څنګ يې قاتل ته د جرم مطابقې جزاء غوښتنه وکړه:

((مخالفین او غله چې دي دا موږ نه دي نیولي او نه زموږ تریزیو چیغه ورته راکړې ده، دا پولیسو نیولي دي او موږ ورڅخه ډېر خوښ یو، خو زموږ غوښتنه داده دا غله چې د کومې سزاء حقدار دي هغه سزاء دې ورکړل شي.))

د تریزیو یو بل تن اوسیدونکي مختارالدین جلالزوی وویل، د منګسو خوړ لاره باندې د ډېرو سیمو اوسیدونکي تګ راتګ کوي، خو دا ځای نا امنه دی:

((لدې لارې تریزیو او باک ولسوالیو ته، ځاځي میدان ته ان تر یعقوبیو ولسوالیو پورې خلک ځي، د بوړیو او لکڼو قوم اوسیدونکي هم پدې لاره ځي او پدې ځای کې هره ورځ یوه پېښه کیږي نو هیله کوو، چې دلته یوه امنیتي پوسته افراز شي، همدارنګه دا کوم نفر چې نیول شوي باید سزاء ورکړل شي، چې نورو ته د عبرت سبب شي.))

د یادونې وړ ده، د چهارشنبې ورځې سهار د تریزیو او علي شيرو ولسوالۍ سلګونه ګاډي او ګڼ اوسیدونکي د همدې پيښې د غندنې او د پيښې مرتکبینو ته د سزاء ورکولو لپاره د خوست ښار ختیز د صحراباغ سیمې ته د لاریون په ډول رارسیدلي وو، چې په استازیتوب يې بیا شلو تنو مشرانو د لاریون کوونکو غوښتنې د ځايي چارواکو سره شریکې کړې.

XS
SM
MD
LG