نن د کرکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د افغانستان تر څنګ يې آيرلينډ ته هم دغه غړيتوب ورکړی دی. په دې اړه د افغان کرکټ بورډ مشر پر فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خپلو خبرو کې افغانانو ته د دې “سترې لاس ته رواړنې” مبارکي ورکړه.
افغان چارواکي وايي کوشش کوي چې طالبانو سره بندي کسان راخوشي کړي خو د ې کار لپاره به هغه قيديان پرېنږدي چې امنيتي ځواکونو نيولي دي. د افغان ولسمشر يو وياند شاه حسين مرتضوي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل چې حکومت هېڅ چمتو نه دی چې له طالبانو سره په دې اړه یو جوړجاړی وکړي.
د لوګر اوسیدونکي پدې وروستیو ورځو کې په یاد ولایت کې د وسلوالو لخوا د ترور، پر امنیتي پوستو د بریدونو او کله نا کله د کابل-لوګر تر منځلويې لارې ته په راوتلو انديښنه څرګندوي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي د کابل بانک مخ ته په ترسره شوي موټر بم برید کې په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي افغان وګړي هم شامل دي .
د هلمند مرکز لښکرګاه کې چارواکي وايي چې د کابل بانک مخې ته موټر-بم برید ۱۵ تنه وژلي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي.
پراګ: افغانستان د دوشنبې په ورځ د هوا له لارې له هند سره د سوداګرۍ پیل وکړ او په افغان توکیو بار لومړۍ الوتکه له کابله هند ته ولاړه. ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اونۍ کې په وچو مېوو بار بله الوتکه له کندهاره هند ته پرواز وکړي.
د سېشنبې په ورځ په پکتیکا کې د ولسي تړون پروګرام د یاد ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې پیل شو.
پر افغان تولیداتو بار لومړنی الوتکه د حامد کرزي له نړیواله هوايي ډګره د هند پر لور والوته.
د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې غړی کريم صادق هم د دغه شپنیو لوبو نندارې ته راغلی و. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له همدغو سياليو له لارې دوی د کريکټ په برخه کې استعدادونه مومي او بيا يې په بېلابېلو اکاډمیو کې روزي
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د پيښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، وسله وال برید د یکشنبې پر سهار اووه وسله والو کړی وو چې تر شاوخوا څلور بجو د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، په دې اړه يې افغان چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ورته ويلي چې د دوی د مامورینو د موندلو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.
د افغانستان په پکتیا ولايت کې نن سهار د پوليسو په يو مرکز برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي. دا بريد په ګردېز کې شوی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته