د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول


د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رياست د اسلاميک ريلیف افغانستان په مالي مرسته په ۱۳۳۶ بې وزله او بې سرپرسته کورنيو د روژې په مناسبت خوراکي توکي وویشل.

په څه باندې دیارلس سوه بې وزلو او بې سرپرسته کورنيوباندې د خوراکي توکو دا مرسته د یکشنبې يا اتوار په ورځ په جلال اباد ښار کې وویشل شوه. په دغو مرستو کې شل کیلو وړه،پينځه لیتره غوړي، څلور کیلو وریجې دوه کیلو بوره او يوه کیلو خورما شامله وه. د مرستې د وېش پر مهال د اسلاميک ريلیف افغانستان موسسې بو تن مسوول ذبیح الله امید وویل:

''۱۳۳۶ کورنيو سره کمک کېږي چې په دوی کې ۷۱۴ تنه هغه یتیمان دي چې موږ سره د اسلاميک ریليف له برنامې نه تمویلېږي. او ۶۲۲ هغه کورنۍ دي چې په سرخرود کې د خښتو بټيو کې په ګروي ډول په کار ګمارل شوي دي.''

هغوی چې د خوراکي توکو مرستې يې تر لاسه کړې وې خوشاله ول، خو د خپلې بې وسۍ پر وړاندې يې یادې مرستې ناکافي وګڼلې د نورو مرستو غوښتونکي شول، دوه تنو مېرمنو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"د ګټې وټې څوک نه لرم، زه خپله د اعصابو تکلیف لرم، د درملو لپاره پیسې نه لرم، څوک راسره مرسته هم نه کوي، په ګاونډ کې چې څوک څه پاخه کړي زه ورته د يوې کاسې تمه لرم.''
''مریضیانې ډېرې دي، دارو ورته نه لرو، د بل له کورته راته يوه کاسه نيمه پخ کړې راځي، پرون مې د شربت جوړولو لپاره بوره نه لرله. دا مرسته ډېره کمه ده. باید موږ سره ډيرې مرستې وشي.''

د ننګرهار د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولینو ریاست مشر عبدالحکيم شيرزاد وايي چې دوی سره تر اتلس زرو پورې بې وسه کورنۍ ثبت او راجستر دي چې مرستو ته اړتیا لري، دی د ننګرهار په سوداګرو غږ کوي چې دغو اړمنو خلکو سره مرسته وکړي:

"د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولینو رياست په چوکاټ کې دغسې بې وسه خویندې او ورونه تر اتلس زرو پورې موږ سره ثبت او راجستر دي. دا ټول فقیر خلک دي، بې وسه خلک دي، ناتوانه خلک دي. نو د ملي تجارانو او خیریه موسسو فرض جوږېږي چې دوی سره هر ډول مرستې وکړي.''

د اسلاميک ریلیف افغانستان موسسې مسوولین وايي چې دوی د کار او ټولنیزو چارو رياست تر څارنې لاندې ۷۱۴ تنه یتیمو ماشومانو ته مرسته کوونکي موندلي چې د دوی د تعلیم لپاره په هرو دريو مياشتو کې د دوی اکاونټ ته د اته اویا یرو معادل افغانۍ جمع کوي او زیاتوي چې مرسته کوونکو د دغو یتیمو ماشومانو تر پوهنتوني زده کړو پورې قراردادونه لاسليک کړي دي.
د ذکر وړ ده چې د یتیمو ماشومانو لپاره د اسلاميک ريليف دغه تعليمي پروګرام څلور کاله وړاندې پیل شوی و.

XS
SM
MD
LG