د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان ۳۲ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي


په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادره يو اين ايچ سي آر وايي چې له تېر اپرېل مياشتې راهیسې په دغه هېواد مېشت ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په اسلام اباد کې د کډوالو نړيوالې ادارې يو اين ايچ سي آر وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې د افغان کډوالو په خپله خوښه د ستنېدو ترپروګرام لاندې د اپرېل له ۳ مې نېټې تر دې دمه ۳۲ زره رجسټرډ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې پکې له خيبر پښتونخوا ۲۸۰۰۰ او له بلوچستان ۴ زره کډوال ستانه شوي دي چې د دې په وینا د پروسږ کال په پرتله یې شمېر لږ دی.

د يو اين ايچ سي آر تر مخه د دوي د ادارې تر لاندې په خپله خوښه ستنېدو پروګرام کې ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۷ پورې ۴۰ لکه رجسټرډ افغان کډوال له پاکستانه و افغانستان ته واپس تللي دي او تر ۱۳ لکو پورې کډوال اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي.

د يادې ادارې مطابق تير کال ۳ لکه ۷۱ زره رجسټرډ افغان کدوال واپس تللې دي.

بل خوا د کډوالو نړيوالې ادارې آئي او اېم تر مخه ۴ لکه غير رجستړډ افغان کډوال خپلې سيمې ته واپس شوي دي خو د پاکستان حکومت په وینا اوس هم ۶ لکو پورې ٖغير رجسټرډ کډوال پاکستان کې اوسېږي.

خو د دنيا اسلم خان په وېنا د غير رجسټرډ کډوالو لپاره د پاکستان حکومت،د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو قامي ادارې نادرا او د افغانستان د کډوالو وزارت په مرسته به سږ کال په جولايي او اګست مياشتو کې غير رجسټرډ کډوال رجسترډ کولو مرحله شروع کوي چې دا شان د غير رجسټرډ کدوالو ستونزې کمې شي او د يو نظام تر لاندې راشي

"د نړۍ يو هېواد هم چا ته اجازه نه ورکوي چې په خپله زمکه بغير قاني حېثېت وسېدونکيو ته تحفظ ورکړي.نو د دې رجسټرېشن به فايده دا وي چې په پاکستان کې داوخت د فارن ايکټ تر لاندې کوم افغان غېر رجسټرد کډوالو نيول کېږي نو هغوي ته به يو تحفظ ورکولې شي ځکه چې هغوي سره به يو قانوني اسناد وي او په قانوني توګه به پاکستان کې پاتې کېږي."

واضحه دې وي چې د فرورۍ مياشت کې د پاکستان کابېنې د افغان کډوالو واپسۍ پالېسي منظوره کړې وه د څه تر لاندې چې د داخلې وزارت ته احکامات جاري کړې شوي وو چې سږ کال دسمبر پورې دي د غېر رجسټر کډوالو د رجسټر کولو مرحله مکمله کړې شي.اوپه پاکستان افغانستان پوله د تګ راتګ عمل دې د ويزې سره وتړل شي.

د افغان کډوالو په پاکستان کې د وسېدو موده نومبر کال ۲۰۱۶ کې ختمه شوې وه چې کومه د پاکستان حکومت يو ځل بيا تر کال ۲۰۱۷ دسمبر ۳۱ مې پورې وغځوله.

XS
SM
MD
LG