د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وايي، زپه اوسني وخت کې د شخصي او حکومتي چارو پرمخ بېول له پرمختللې ټکنالوژی سره تړلي دي او که کوم څوک له دې ټکنالوژی سره بلد نه وي، نو دا چارې په سمه توګه نه شي سمبالولی .
د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي د کونړ د ځنګلونو د ساتلو لپاره دې ارو مرو کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
شمس الاسلام وویل چې د تلونکو راتلونکو خلکو شمېر پر دې سربېره کم شوی دی چې دوی د ناروغانو لپاره ځانګړې لاره هم جوړه کړې ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا د نړۍ پر لویو قدرتونو غږ کړی چې افغانستان دې د خپلو سیالیو ډګر نه ګرځوي.
د جمعې په ورځ په خوست ښار کې د مجاهد له څلور لاري تر پروژې پل پورې دو طرفه جاده، چې د ښاروالۍ ریاست له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۸،۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، رسماً پرانیستل شوه.
د پنجشنبې ورځ په کابل کې په سلګونو دیني عالمانو په یوه غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام په زیان وبلله.
خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې له عامو خلکو هم وغوښتل چې د قانون د تطبیق په کار کې خپل نظام سره همکاره پاتې شي
د خوست یو شمیر تعلیم یافته ښځې او نجونې وايي، چې دوی د حکومتي ادارو په چوکاټ کې د کار لازم فرصتونه نلري.
د افغانستان مشرانو جرګې هم د کابلوف وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله بللې ده.
تېره ورځ ناوخته (دوشنبه) د لوګر ۴۷ ښځو او نجونو د قابله ګی او نرسنګ له دوه کلنو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
قامي مخورو د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ هم لانجو او مسلو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې کوچیان د دوی قامي ځمکې لاندې کوي او کورونه په کې جوړوي.
د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنيت سرتېرو دوه انسان تښتوونکي له يوه ډاډسن موټر سره په داسې حال کې نيولي چې د سرحدي پوليسو یونيفورم يې اغوستی وو او ځانونه يې د سرحدي پوليسو له هغې ډلې څخه شمېرل چې له ملي امنيت سره په همغږۍ دنده تر سره کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته