د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام په زیان وبلله


د پنجشنبې ورځ په کابل کې په سلګونو دیني عالمانو په یوه غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام په زیان وبلله.

دیني عالم او د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند مشر عبدالحکیم منیب وايي، دینې عالمان باید هېواد ته د متوجه دسیسو مخه ونیسي.

روانه جګړه، د مذهبي نفاق هڅې، قومي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهل، په افغانستان کې د بهرنیانو نیابتي جګړې او د ځینو کړیو له لوري د سولې مخالفت هغه دسیسې دي چې د ښاغلي منیب په خبره دینې عالمان یې باید په مخنیوي کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

نوموړی وايي:

"د سولې په اړه خپل مکلفیت ادا کړئ په دې برخه کې له خدای نه و ویریږئ، هر څوک په خپله اندازه زحمت وباسئ او دا کار به د دې سبب وګرځي چې خدای پاک په موږ او تاسې باندې رحم وکړي."

ښاغلي منیب همدا راز وویل چې له طالبانو سره سوله یوازې د بین‎الاافغاني تفاهم له لارې ممکن ده او په دې برخه کې د علماوو مهم رول هم باید له پامه ونه غورځول شي.

دغه غونده چې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند له خوا جوړه شوې وه یو شمېر نورو دیني عالمانو او ځیني سیاسي او جهادي څېرو هم په کې ګډون کړی و.

په ورته وخت کې یو بل دیني عالم سمیع الله ریحان چې د یو شمېر نورو عالمانو په ملګرتوپ یې تازه له دغه ګوند څخه په یادې غونډه کې خپل ملاتړ اعلان کړ وايي، دوی د سولې د ټینګښت لپاره د بشپړې اجماع د رامنځته کېدو هڅې پیل کړي دي.

که څه هم وخت، ناوخت داسې انتقادونه کېږي چې دینې عالمانو د سولې د ټینګښت برخه کې تر اوسه خپل مهم او اغېزمن رول نه‎دی لوبولای خو ښاغلی ریحان وايي، حکومت باید په مهمو پریکړو کې دیني عالمان هم شریک کړي.

له دې ټولو-ټولو سره-سره د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد بیا وايي، سوله یو مقدس ارمان دی او هېڅوک یې مخالفت نه‎شي کولای.

حاجي دین محمد بیا وايي، سوله یو مقدس ارمان دی او هېڅوک یې مخالفت نه‎شي کولای
حاجي دین محمد بیا وايي، سوله یو مقدس ارمان دی او هېڅوک یې مخالفت نه‎شي کولای

نوموړی وايي:

"سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده ښايي ډېر کم خلک داسې وي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د دې پروسې مخالفت کوي."

په ورته وخت کې د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاوالحق امرخېل دې غونډې په خبرو کې وویل چې افغانان تسلیمېدل نه بلکې سوله غواړي او سوله له شرطونو پرته نه کېږي.

ښاغلی امرخېل وايي، ځیني شته چې د خپلو ګټو لپاره د سولې مخالفت کوي خو دیني عالمان باید په دې برخه خپل غږ پورته کړي.

امرخېل دې غونډې په خبرو کې وویل چې افغانان تسلیمېدل نه بلکې سوله غواړي
امرخېل دې غونډې په خبرو کې وویل چې افغانان تسلیمېدل نه بلکې سوله غواړي

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"علماوو کله چې دومره قوت لرئ خاموشه مه پاتې کیږئ کله چې تاسو ممبر ته دریږي تاسو حق بیان کړئ او د باطل په مقابل کې ودریږئ."

د احزابو شورا غړی ذبیح‎الله مجددي بیا وايي، هېڅوک د سولې مخالفت نه‎کوي خو په ورته وخت کې د حق العبد د بخښلو صلاحیت هم څوک نه‎لري.

د یادونې ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‎ اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د تفاهملیک تر لاسلیکېدو وروسته له وسله‎والو طالبانو سره هم د سولې د خبرو هیلې ډېرې شوې او په دې تړاو په یو شمېر غونډو، بحثونو او مجلسونو کې په دې دې ټینګار کېږي چې وسله‎والو طالبان باید د جګړې له لارې نه بلکې د خبرو اترو او سیاسي لارې له حکومت سره خپل مخالفتونو حل کړي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG