د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې لوستې ښځې له کاري فرصتونو رضایت نه لري


د خوست یو شمیر تعلیم یافته ښځې او نجونې وايي، چې دوی د حکومتي ادارو په چوکاټ کې د کار لازم فرصتونه نلري.

دوی زیاتوي، ښځې يواځې د روغتیا او ښوونې، روزنې په چوکاټ کې څه نا څه دندې لري، خو په نورو ادارو کې ورته د کار او دندو د اجراء وړ شرایط ندي برابر شوي.

د چارشنبې په ورځ د خوست د لنکن په ښوونیز مرکز کې په هغه ناسته کې چې په سیمه ییزه حکومتوالی کې د ښځو د ګډون په باب جوړه شوې وه، د ولایتي شورا استازې میرمن نعت بي بي عمري مشال راډیو ته وویل، کچیرې پدې ولایت کې د حکومتي مامورینو کمیت ته وکتل شي، نو د ښځو اندازه په کې په نشت حساب ده.

​نعت بي بي عمري زیاتوي:

((د خوست لس زره خواوشا وروڼه د دولت څخه معاش اخلي، خو پنځه سوه خویندې مو هم د دولت څخه معاش نلري، د خویندو وڼه په حکومتوالی کې په نشتون کې ده، پدې ونډه نه زه راضي یم او نه زموږ خویندې راضي دي، خدای دې وکړي چې مرکزي حکومت او ولایتي اداره په ګډه سره زموږ خویندو ته ونډه ورکړي.))

مدني فعاله کامله اکبري وايي، له معارف او روغتیا سربیره په نورو برخو کې دې هم ښځو ته کاري فرصتونه برابر شي:

((موږ وینو چې د صحت په برخه کې زموږ خویندې ډاکټرې یا نرس قابلې دي او د ښوونې روزنې په بخش کې معلمینې دي، دوی ته باید په نورو ادارو کې هم په دندو وګمارل شيترڅو ښځې خلکو ته د مصدر د خدمت وګرځي.))

مدني فعاله نادیه باوري هم بیکارې د ښځو د ژوندانه یوه لویه ستونځه ګني:((افغان حکومت باید هغو خویندو ته چې تعلیم یافته دي، د کار زمینه برابره کړي، په خوست کې خویندې ستونزې سره مخامخې یو، تعلیم یافته خویندې ډېرې لرو، متاسفانه چې د کار زمینه ورته نده برابره، هېڅ کار ورته نه پیدا کیږي، ټولې خویندې بیکاره په کورونو کې ناستې دي.))

د خوست ښځې او نجونې دا ستونزه هم یادوي، چې دوی ته د زده کړو او مسلک سره برابرې دندې نه پیدا کیږي.

د خوست پوهنتون محصله څانګه اتل وايي، چې ښځې او نجونې د خپل مسلک په برخه کې کارکولو ته لیوالتیا لري، خو د وړتیا پر اساس دندې نه ورکول کیږي.

څانګه اتل زیاتوي:((د ښځینه محصلینو غوښتنې د خپل مسلک مطابق کار کول دي، که څوک له ادبیاتو فارغې دي، په ادبیاتو کې، که له اقتصاده فارغې دي د اقتصاد په برخه کې مطلب هره خور غواړي چې په خپل مسلک کې کار وکړي او ټولنې ته خدمت وکړي، خو متاسفانه دوی تر اوسه پدې اړه زمینه نده مساعده، څومره چې زه ګورم حق حقدار ته نه ورکول کیږي، شل سلنه په وړتیا او اتیا سلنه د فساد له لارې دندې پیدا کیږي.))

لیکوال او ژورنالېست محد غفور مهیدي وايي، ښځې کولای شي، د حکومتوالی په بیلابیلو برخو کې په ښه ډول خدمت وکړي:((ښځې هم د نارینه وو سره د قانون له مخې برابر حقوق لري او په حکومتوالی کې کولای شي، چې ښځې هم سالمه ونډه واخلي، هغه که قضاء ده، که څارنوالي ده او که پولیس دي، نو فلهذا دې ته اړتیا ده چې د ښځو د عامه پوهاوي او د دوی د ظرفیتونو لوړولو لپاره کار وکړو.))

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې ځايي ادارې د حکومتوالی په چارو کې د ښځو د پراخه ګډون لپاره شته امکانات په کار اچولي.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا د نویو مامورینو په جذب کې د ښځو ګمارنې ته لومړیتوب ورکړل شوی او د دوی د کاري ظرفیتونو د لوړولو لپاره هم پوره هڅې شوي دي.

د خوست د والي ویاند زیاتوي، ډیری ښځې هڅه کوي، چې د معارف او روغتیا سکټورونو کې دندې ولري، چې په طبعي توګه یواځې دا دوه سکټوره د ټولو ښځو د جذب ظرفیت نلري.

XS
SM
MD
LG