د افغانستان د سولې عالي شورا د نړۍ پر لویو قدرتونو غږ کړی چې افغانستان دې د خپلو سیالیو ډګر نه ګرځوي.
د جمعې په ورځ په خوست ښار کې د مجاهد له څلور لاري تر پروژې پل پورې دو طرفه جاده، چې د ښاروالۍ ریاست له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۸،۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، رسماً پرانیستل شوه.
د پنجشنبې ورځ په کابل کې په سلګونو دیني عالمانو په یوه غونډه کې په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام په زیان وبلله.
خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې له عامو خلکو هم وغوښتل چې د قانون د تطبیق په کار کې خپل نظام سره همکاره پاتې شي
د خوست یو شمیر تعلیم یافته ښځې او نجونې وايي، چې دوی د حکومتي ادارو په چوکاټ کې د کار لازم فرصتونه نلري.
د افغانستان مشرانو جرګې هم د کابلوف وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله بللې ده.
تېره ورځ ناوخته (دوشنبه) د لوګر ۴۷ ښځو او نجونو د قابله ګی او نرسنګ له دوه کلنو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
قامي مخورو د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ هم لانجو او مسلو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې کوچیان د دوی قامي ځمکې لاندې کوي او کورونه په کې جوړوي.
د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنيت سرتېرو دوه انسان تښتوونکي له يوه ډاډسن موټر سره په داسې حال کې نيولي چې د سرحدي پوليسو یونيفورم يې اغوستی وو او ځانونه يې د سرحدي پوليسو له هغې ډلې څخه شمېرل چې له ملي امنيت سره په همغږۍ دنده تر سره کوي.
د جمعې په ورځ په خوست کې د کریکټ نړیوال لوبغالی چې د المان هېواد په مالي مرسته د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړ شوی او د نږدې لسو زرو کسانو د ځاییدو ظرفیت لري، پرانیستل شو.
د جمعې ورځې ناوخته ماسپښین د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د خوست کریکټ په نوي نړیوال لوبغالي کې دوستانه سیالي وکړه.
نن د جمعې په ورځ په خوست کې د کریکټ د نوي جوړ شوي ملي لوبغالي تر پرانیستې وروسته به د کریکټ د ملي ټیم لوبډله په دوو ټیمونو کې په خپلو کې سره دوستانه لوبه کوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته