د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار له مجاهد څلور لاري تر پروژې پل جاده ورغول شوه


د جمعې په ورځ په خوست ښار کې د مجاهد له څلور لاري تر پروژې پل پورې دو طرفه جاده، چې د ښاروالۍ ریاست له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۸،۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، رسماً پرانیستل شوه.

یاده جاده ۲۴ متره پلنوالی او نهه سوه متره اوږدوالی لري، د ښاروالی ریاست لخوا د دې جادې په منځ کې اوږد ګلدان او د جادې د روښانولو لپاره د برښنا د لوړو پايو نصب هم په پام کې نیول شوی دی.

د رغول شوې جادې د پرانیستې په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې یاده جاده د څلورو میاشتو په موده کې په اساسي ډول رغول شوې او د کیفیت اړخ ته يې هم پوره پاملرنه شوې ده.

خوست والي وايي:

((د خوست ښار د مجاهد څلور لارې نه د پروژې تر پله پورې د نهه سوه متره په اوږدوالي سره چې ۲۴ متره عرض لري، د دې سړک په اساسي ډول جوړیدل دي، چې چارې يې په څلورو میاشتو په موده کې د ۲۸،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت باندې تکمیلې شوې دي، نن د درنو ولسونو په وړاندې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.))

خوست والي زیاتوي، چې د دې پروژې په تعقیب به دا جادهد ښار په ختیځ کې تر کوچي مارکیټ پورې چې ګربزو ته سړک تاو شوی، په همدې توګه ورغول شي.

خوست والي دا هم وویل، چې د ښار په ټولو سړکونو او جادو کې د ټرافیکي نښو او علایمو نصبول هم په پلان کې دي.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی هموايي، چې د یادې ادارې په چوکاټ کې يې د پروژو په تطبیق کې کیفیت ته جدي توجه کړې او هڅه يې داده چې د ښاروالی پیسې بې ځایه ضایع نشي.

خوست ښاروال زیاتوي:

((کوم ظرفیتونه چې د ولایت په کچه موجود دي، یا په داخل دې ښاروالۍ کې دي، موږ ټول په کار اچولي تر څو هغه پروژې چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې عملي کیږي، دا به کیفیته تطبیق شي، تر څو هغه بودجه چې پدې مصرفیږي، بې ځایه حیف و میل نشي.))

یو تن فني انجینر ابراهیم الله ولیزی وايي چې یاده جاده معیاري رغول شوې او پدې سره به په ښار کې د ګاډو د ګڼه ګوڼې ستونځه راکمه شي:

((دغه پروژه چې اوس جوړه شوه، ډېره ښکلا يې ورکړه خوست ښار ته، همدارنګه ګلان چې پخوا په منځ کې لوی وو، اوس يې وړوکی کړ او سړکونه يې ستر کړل، پدې سره يې انشاالله د ښاریانو مشکلات له منځه یووړل.))

د یادونې وړ ده، که څه هم په خوست ښار کې پدې وروستیو کې یو شمېر جادې او سړکونه په اساسي ډول جوړ شوي، خو بیا هم په ښار کې د هرې ورځې په تېریدو د ټرافیکو د ګڼه ګوڼه له کبله ډیری سړکونه او جادې تړلي وي.

کتونکي وړاندیز کوي، چې ښاروالي، ښار جوړونې ریاست او نورې مربوطې ادارې باید د ښار د شته سړکونو او جادو په خوا کې د نویو جادو او سړکونو په احداث او جوړولو سره د ښار د ټرافیکي ګڼه ګوڼې اندازه راکمه کړي.

XS
SM
MD
LG