د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د اساسي قانون اوونۍ لمانځل کېږي


د زورواکو شتون، له حکومتي مقامه د ځینو چارواکو ناوړه ګټه، د یو شمېر خلکو او کړیو لخوا په خپله ګټه د قانون تعبیر او تفسیر، په ځینو سیمو کې د ناامنیو له کبله د دولتي حاکمیت کمزورتیا هغه څه دي، چې په افغانستان کې يې د قانون بشپړې واکمنۍ مخه نیولې ده.

یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر حکومتي مامورینو او ځايي اوسیدونکو په خوست کې د اساسي قانون د نمانځنې د ملي اونۍ د تجلیل په څنډه کې مشال راډيو ته وکړې.​

د خوست د عدلیې سرپرست رييس مولوي برجان په افغانستان او په ځانګړې ډول خوست کې د قانون د پوره واکمنۍ پر وړاندې ځنې ستونځې او ننګونې داسې په ګوته کړې:

((د قانون په تطبیق کې مشکلات شته، یو تعداد هغه خلک دي، چې قانون ډېر کله د ځان په ګټه تعبیروي، حال دا دی چې قانون تعبیرات نه مني، بلکې صراحت مني، دویمه خبره داده چې زور هم تر څه اندازې پورې حاکمیت لري، درېیمه خبره داده چې موږ ځنو لیرې سیمو ته د امنیتي ستونځو له کبله رسیده ګي نشو کولای، البته ولس هر یو تن دې ته تیار دی، چې قانون پر ځان تطبیق کړي.))

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزی وايي، چې تر یوه بریده قانون ماتونکي هغه خلک دي چې په خپله قانون جوړوي، همدارنګه ځني زورواکي او چارواکي د قانون د پلي کیدو پر وړاندې خنډونه جوړوي:

((زما له نظره خو ستونځه په چارواکو کې ده، په زورواکو کې ده، چا چې قانون جوړ کړی، هغه په ځان قانون نه تطبیقوي، کچیرې هغه ادارې چې د قانون تطبیقونکې دي، یا د قانون تنفیذونکې دي، قانون ته متعهد شي، انشاالله بیا د قانون په تطبیق کې مشکل نشته.))

یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر حکومتي مامورینو او ځايي اوسیدونکو په خوست کې د اساسي قانون د نمانځنې د ملي اونۍ د تجلیل په څنډه کې مشال راډيو ته وکړې.​

په خوست کې د جنايي جرمونو پر ضد د ادارې مشر شیرداود ارین وايي چې پولیس کولای شي، د قانون د تطبیقونکې ادارې په توګه قانون پلی کړي:

((پولیسو دنده تطبیق د قانون دی، په هره عرصه کې موږ د خلکو مشکلاتو ته رسیده ګي کړې ده، خپلې ټولنې او ولس ته ډاډ ورکوو، چې پولیس ستاسو وروڼه دي، تاسو لکه څرنګه چې په هره عرصه کې همکارې کړې ده، انشاالله قانون تطبیقیدونکی دي، تطبیق دی، پدې بخش کې موږ کوم مشکلات نلرو.))

بلخوا خوست والي حکم خان حبیبي وايي، چې دی او ټوله ځايي اداره يې د قانون پلي کیدو ته ژمنتیا لري او د قانون د تطبیق په کار کې د هرې ورځې په تیریدو سره پرمختګونه رامنځته کیږي.

خوست والي په مقایسوي ډول په ځانګړي ډول د افغانستان اساسي قانون د سیمې د هېوادونو په کچه هغه معتبر سند وباله، چې د ټولو وګړو حقوق يې ښه تضمین کړي او د افغانانو لپاره يې د وجایبو تر څنګ د تعلیم او روغتیا د خدمتونو په ګډون یو شمېر ښه امتیازات هم دوی ته په پام کې نیولي دي.

((موږ یو داسې بهترین قانون چې په هغه کې د دې هېواد د ټولو اتباعو حقوق په کې ځای پر ځای شوي دي، نن د یوې ملي وثیقې په توګه د افغانانو په منځ کې ځای لري، اول يې تطبیق ته ځان ژمن ګڼم او کلک هوډ کوو، چې انشاالله د افغانستان د اساسي قانون او نورو ټولو نافذه قوانینو د تطبیق لپاره کلک هوډ لرو، پدې ارتباط ډېر څه شوي دي، اصلاحات راغلي دي، او د خدای په فضل د قانون په تطبیق کې موږ ورځ تر بلې مخ ته کوټلي ګامونه اخلو.))

خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې له عامو خلکو هم وغوښتل چې د قانون د تطبیق په کار کې خپل نظام سره همکاره پاتې شي، د قانون څخه اطاعت وکړي، ځکه د قانون په تطبیق سره د دې ملت د هر فرد فردي او ټولنیزې ګټې خوندې دي.

XS
SM
MD
LG