کابل: د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي د افغانستان لپاره د روس د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.
ضمیر کابلوف په دې څرګندونو کې په افغانستان کې د امریکا له پوځي اډو سره مخالفت ښودلی وو.
د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې روس په افغانستان کې ځانګړي هدفونه لري او هغو ته د رسیدنې په خاطر د امریکا د پوځي اډو مخالفت کوي.
احمدزی وايي، افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه کولای شي له هر بل هېواد سره امنیتي او ستراتیژیک تړون ولري.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند چارلس کلېفلنډ له مشال راډیو سره په یو ځانګړې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو شتون د افغان حکومت په غوښتنه او د شوي تړون پر بنسټ دی.
هغه وویل ، که چیرې روسیه له طالبانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي افغانان به د دغه هېواد په وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.
د افغانستان مشرانو جرګې هم د کابلوف وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې څرګنده مداخله بللې ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له اناتولیه اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې امریکا په ترکي کې یوازې یوه اډه لري، نو په افغانستان کې ولې د لسو وړو اډو تر څنګ ۹ سترې پوځي اډې هم ولري.
کابلوف ویلي امریکا دغو اډو ته له دوو تر څلورو اونیو پورې تر سلو زرو پورې سرتېري راوستلای شي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ په شوي امنیتي تړون کې دغسې حضور اشغال نه ګڼل کېږي.
له دې مخکې د طالبانو او روس ترمنځ د اړیکو په تړاو ضمیر کابلوف څرګندونو هم د افغانستان د ملي شورا او یو شمیر نورو چارواکو غبرګون راپارولی وو.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند چارلس کلېفلنډ ویلي ، کومې پرېکړې چې د افغانستان د حکومت د غوښتنو له مخې شوي موږ به یې له مخې خپلو همکارۍ ته دوام ورکړو، نو دا چې مونږ دلته یو دا د افغانانو غوښتنه ده."
پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې پیدا کیدل او د وسله والو طالبانو د فعالیتونو پراخیدل د دی لامل شوي چې روس په افغانستان کې د امریکا د شتون په اړه خپل دریځ ته بدلون ورکړی او د داعش پر وړاندې یې د طالبانوملاتړ اعلان کړي.
عبادالله حنانزی