د خوست والي حکم خان حبیبي غوښتنه وکړه چې د سولې عمل دې د خوست له لارې پيل شي.
د افغانستان په ختیځ زون کې د پوليو یا ګوزڼ د مخنيوي درې ورځنی کمپاین پیل شو. د روغتیا چارواکي وايي چې په ختيځ کې به تر یو ميليون پورې هغو ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ويکسينو دوه څاڅکې ورکول کيږي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.
په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي وروستیو ورښتونو په ټول هېواد کې ۱۹ تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپيان کړي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ وروستۍ ...
د خېبر پښتونخوا د سواداګرو اتحاديې مشر حاجي محمد افضل وايي، د افغان کډوالو ستنېدنې د کاروبار پر هر اړخ منفي اغېز کړی دی.
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راکمولو لپاره د روغتیا په خصوصي او حکومتي سکټورونو کې د ښځینه قابله وو او نرسانو ګمارنې ته اړتیا ډېره ده.
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يو، ايس، ای، ای، ډي په مرسته د یو نيم ميليون ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه ګټې اخيستنې ته پرانستل شوه. مسوولين یې وايي چې دغه فاربریکه په یوه ساعت کې پینځه ټنه وریجي پروسس او بسته بندي کوي.
د یوه نوي راپور له مخې افغانان هر کال تر ۲۸۵ میلیونه ډالر ډېرې پیسې له خپل هېواده بهر پر درملنې لګوي.
افغان چارواکي وايي امنيتي ځواکونو يې په سيمه کې د بې امنۍ خوريدو مخنيوي لپاره د ترهګرو ډلو خلاف سخت عمليات کړي خو جګړه مارو سره د ګاونډيو اړيکې د دوی مبارزه کې خڼدونه پيدا کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب کاموال وویل، له شخصي انسټټيوټ نه فارغ شوي نجونې او هلکان کولای شي چې په دولتي او شخصي روغتونو کې دندې تر سره کړي.
افغان زده کونکیو، سوداګرو او هغه کډوال چې له پاکستانیو ښځو سره يې ودونه کړي دي، د اوږدې مودې لپاره د ويزو ورکولو غوښتنه شوې ده
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته