د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې قامي دعوې او لانجې سترې ستونزې جوړولای شي


د یکشنبې په ورځ د خوست د لکڼو په سیمه کې د یاد ولایت د نږدې ټولو قامونو مشرانو او سپین ږیرو د یوې پراخې جرګې له لارې له افغان حکومته وغوښتل، چې شته قومي دعوو او لانجو ته اساسي حل لارې پیدا کړي.

دوی ګواښ وکړ، که چیرې حکومت پدې اړه بې تفاوته پاتې شي، نو د قامونو تر منځ د وسلوالو شخړو د پیدا کیدو احتمال نشي ریدای.

قامي مخورو د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ هم لانجو او مسلو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې کوچیان د دوی قامي ځمکې لاندې کوي او کورونه په کې جوړوي.

د لکڼو یو تن ځاي مشر خان محمدقیوم خان مشال راډيو ته وویل، په قامونو کې ډېر مشکلات شته، خو حکومت ندی توانیدلی چې دا مسلې په اساسي توګه حل کړي.

ده زیاته کړه، دوی اړ شول چې د ځنو مسلو د حل لپاره قومونو ته مراجعه وکړي:

((په خوست کې د قومونو په منځ کې ډېر ستر مشکلات شته، ډېر ستر مسایل شته، تر اوسه نه حکومت د دې مسلې حل کولای شي، نه رعیت دا مساله حل کړې ده، موږ مجبور شو، چې قامونو ته مراجعه وکړو، موږ ورورولي غواړو هر څوک چې زموږ په څنګ کې وي، ورسره په وروری وخت تېروو، خو موږ وایو چې حقداری ته باید هر څوک قایل وي، په حقداری هر څوک خپل وخت تېر کړي، چې کوم اصول دوی په سابقه حکومت کې زموږ سره لیکلي دي، په هغو اصولو دوی هم باید عمل وکړي او موږ هم هغو اصولو ته اماده یو.))

د متون قومي مشر حاجي رحمت ګل وايي، چې حکومت د قومي ستونځو په حلولو کې پاتې راغلی، نو حکومت ته بایده دي، چې قوم او ولس ته مراجعه وکړي له هغې پرته به خلک په خپلو کې سره لګیا شي:

((حکومت قومي مشکل حل نکړل، قومي لانجې يې حل نکړې، اوس دې قومونو او سپین ږیرو ته رجوع وکړي، چې په منطقه کې امنیت راشي او قومي شخړې هم ختم شي، اخر به خلک دې ته مجبور شي، چې حکومت به په ځای ناست وي او خلک به بیدیا په خپلو کې سره لګیا وي، نو ښه خبره داده چې قومونو، سپین ږیرو او ولس ته رجوع وکړي، که مشکل رښتیا حل کوي چې حل شي.))

د تریزیو یو تن قومي مشر قوماندان حمیدالله جان وايي، مرکزي حکومت دې د قامي کشالو د حل لپاره د کمیسیونونو د توظیف پر ځای یوه با اعتباره جرګه راوبولي:

((زما د حکومت نه دا هیله ده، چې دا قومي مسایل که ښه په دقت حل نکړي دا به ډېره بربادي پیدا کړي، حکومت باید جدي غور وکړي، دا د دربار په کمیسیونونو نه حل کیږي، دا یوه قوي او غټه جرګه غواړي او حتی پدې جرګه کې باید حکومت داخل شي او ستونځې حل کړي.))

د خوست د ولایتي شورا غړی قمر علي لکڼوال، چې د لکڼو د جرګې ګډونوال وو، د لویو او وړو شخړو او لانجو د هواري لپاره د قومي جرګو رابلل یو پوخ او پخوانی دود وباله او هیله يې څرګنده کړه، چې د خوست د نږدې ټولو قومونو د مشرانو دا ناسته به بالاخره موجودو قومي لانجو ته یوه حل لاره پیدا کړي.

دا نظام د جرګو او مرکو په نتیجه کې منځته راغی

قمرعلي لکڼوال زیاته کړه:

((د افغانستان خلکو د خپل تاریخ په اوږدو کې د جرګو مرکو داسې بنسټونه ایښي دي، دا نظام د جرګو او مرکو په نتیجه کې منځته راغی، او انشاالله زه پدې باور یم چې دغه ناسته به سبب دې د دولت سره په تفاهم کې د قومي شخړو او ستونځو مسالې ورسره حل کیږي.))

ومو غوښتل، په دې اړه په خوست کې د مېشتو کوچیانو له مشرانو سره هم خبرې وکړو، خو په نظر اخیستو یې بریالي نه شو، بلخوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼوایي، د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د ځمکو پر سر د ستونزو د هواري لپاره، څو ځلې د افغان ولسمشر له لوري ټاکل شوي پلاوي خوست ته راغلي او ولایتي ادارې هم د دې مسالو د حل لپاره کمېسیونونه ټاکلي دي، خو ولایتي اداره هیله منده ده، چې په نږدې راتلونکي کې په ځانګړي ډول د ځمکو پر سر د کوچیانو او ځايي خلکو د ستونځو د بنیادي حل لپاره مناسبې لارې چارې پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG