د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلمیار: د کونړ د ځنګلونو ساتنه دې په هر صورت وشي


د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي د کونړ د ځنګلونو د ساتلو لپاره دې ارو مرو کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

فضل هادي مسلیمار د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل چې د سنا مجلس یو پلاوی باید کونړ ته لاړ شي او هلته دې راپورته شوې لانجې هر اړخیزه څیړنه وکړي.

د افغانستان د کونړ ولایت یو انځور
د افغانستان د کونړ ولایت یو انځور

د ښاغلي مسلیمار په خبره د ملي شتمنیو ساتل د هر افغان ملي وجیبه ده او په دې برخه کې هیڅ ډول ناغیړي د منلو نه ده.

« ځنګلونه د افغانستان سرمایه ده، نه ده کونړ، نو ساتل یې پر موږ او تاسو ټولو باندې فرض دي، نو باید په هر شکل چې وي له دې نه ساتنه وکړو. »

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د کونړ ځینې سناتواران بیا وايي چې په کونړ کې د ځنګلو غیر قانوني وهل له ډېرې مودې دوام لري خو مرکزي حکومت تر اوسه اقدام نه دی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو شمېر خلکو په دغه ولایت کې د ځنګلو د غیر قانوني وهلو په غبرګون نن مظاهره هم کړې ده.

که څه هم لاریون کوونکي ادعا کوي چې د کونړ سیمه ایز چارواکي په دغه ولایت کې د ځنګلو په وهلو کې لاس لري خو وړاندې د کونړ امنیه قوماندان ویلي وو چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې ځنګلونه قطعه او قاچاق کړي.

XS
SM
MD
LG