د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې ۴۷ ښځو د قابله ګۍ او نرسنګ زده کړې ترلاسه کړې


تېره ورځ ناوخته (دوشنبه) د لوګر ۴۷ ښځو او نجونو د قابله ګی او نرسنګ له دوه کلنو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

یادو نرسانو او قابله وو چې د کپ موسسې په چوکاټ کې دوه کلنې نیمه لوړې زده کړې کړي،۲۴ يې قابله او ۲۳ نورې يې نرسانې دي.

د یادې موسسې مشر سیف الرحمن وايي، فارغې شوې نجونې او ښځې د لوګر ولایت د نږدې ټولو ولسوالیو اوسیدونکې دي.

د نرسنګ د برخې مسوولې ماه روخ ببرکزۍ وویل، د قابله او نرسنګ مکتبپه ۱۳۹۳ لمریز کال کې جوړ شوی وو، چې تمه ده ددې فارغانو په وجود کې به له یوې خواپه لوګر کې د مور او ماشوم د مړینې ګراف راټیټ شي او بل لوري ته به پدې سره د روغتیايي خدمتونو په کیفیت او معیار کې هم ښه والی راشي.

لوګر والي حلیم فدايي په خپلو خبرو کې فارغو ښځو او نجونوته مبارکي وویله او د هغوی کورنیو څخه يې مننه او قدرداني وکړه، چې خپلو لوڼو ته يې د طبابت په برخه کې د مسلکي زده کړو اجازه ورکړېده.

د لوګر والي زیاته کړه:((زه به په راتلونکې کې هغه کورنۍ تشویقوم چې هغوی په خپلو اولادونو لوړې او نیمه لوړې زده کړې کوي، فارغانو خویندو ته پیغام لرم، ستاسو مراجعین د خدای مخلوق دی او د خدای مخلوق باید سمه درملنه وکړئ،تاسو باید خپله وظیفه په پوره ایماندارۍ ترسره کړئ ځکه ستاسو وظیفه انسان ته ژوند ورکول دي او د اسلام د پاک دین اساس هم په علم او صحت ولاړ دی.))

د لوګر والي وړاندې وویل، تاسو باید په دې زده کړو بسنه ونکړئ بلکې خپلو زده کړو او تجربو تهزیاتوالی ورکړئ، تر څو وکولای شئ په ښه توګه د مور او ماشوم د روغتیا لپاره کار وکړئ.

لوګر ولایت د عامې روغتیا سرپرست رييس د ولایت له چارواکو وغوښتل، چې د وزارت له مقام څخه په لوګر کې د قابله ګی او نرسنګ د مکتب د فعالیتونو د غځونې غوښتنه وکړي، ځکه په یاد ولایت کې د طبابت شایقینې ښځې شته او د مسلکي قابله وو او نرسانو اړتیا هم بیخي زیاته ده.

په پای د عامې روغتیا سرپرست لخوا فارغ شوو زده کوونکو ته سوګند ورکړل شو، ترڅو خپلې وظیفې په ایمانداری او رښتیونلی ترسره کړي او د مور او ماشوم د ژوند ژغورلو لپاره له هيڅ ډول هڅو دریغ ونکړي.

د فراغت د مراسمو په پای کې د پروګرام په استادانو او فارغانو ستاینلیکونه او ډالۍ هم وویشل شوې.

XS
SM
MD
LG