د لاسرسي ځای

شمس الاسلام: د تورخم پر پوله د خلکو تګ راتګ ډېر کم شوی دی


پاکستاني عسکر د تورخم پر پوله

شمس الاسلام وویل چې د تلونکو راتلونکو خلکو شمېر پر دې سربېره کم شوی دی چې دوی د ناروغانو لپاره ځانګړې لاره هم جوړه کړې ده.

جمرود: د خیبر ایجنسۍ انتظامي چارواکي وايي چې پر پوله د نوې تګلارې له پلي کېدو سره پر تورخم د خلکو تګ راتګ کم شوی دی.

د تورخم تحصيلدار شمس الاسلام د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چېکله“د پولې نظم”په نامه تګلاره نه وه عملي شوې وه هغه وخت په ورځ کې شاوخوا ۲۰ زره کسان تله راتله اوس دا شمېر درې زره ته را ټیټ شوی دی.

شمس الاسلاموویل چې د تلونکو راتلونکو خلکو شمېر پر دې سربېره کم شوی دی چې دوی د ناروغانو لپاره ځانګړې لاره هم جوړه کړې ده.

د پاکستان واکمنو دا تګلاره له هغه وروسته رامنځ ته کړه چې د ۲۰۱۶م کال په جون میاشت کې په تورخم کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ څو ورځې پرلپسې نښتې وشوې.

پاکستانیو چارواکو غوښت چې په تورخم کې دروازه جوړه کړي خو افغان ځواکونه یې پر ضد راپورته شو چې له کبله یې په وسله والو نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دواړو غاړو کې مېشتو خلکو مشال راډیو ته ویلي چې دوی د دې نوې پاکستانۍ تګلارې له کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کوونکي هم پر لاره د سخت کړل شوو شرایطو له کبله سر ټکوي او وايي چې دې کار یې پر کاروبار پراخ اغیز کړی دی.

پاکستان له افغانستانه سره د ډیورنډ کرښه رسمي پوله ګڼي او د تورخم او چمن لارو ته د نړیوال سرحدي لارو په توګه ګوري خو افغانستان د ډیورنډ کرښه د نړیوالې پولې په توګه نه مني.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په ۲۰۱۶م کال کې تر دې وروستیو کلونو زیاتې کړکېچنې شوې چې لا هم پر هغه حال پاتې دي.

XS
SM
MD
LG