د کندهار ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د سې شنبې د ورځې د حملو د تحقيقاتو څېړنه روانه ده او ...
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د پخته ورګو يا ګردو د روغتون د فعالیدو په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ۷۵ تنه ډاکټران د روزنې په خاطرد جنورۍ په څوارلسمه او پينځلسمه نيټه ليږي.
د وزیرستانیو کډوالو مشرانو مشال راډیو ته وویل د یخنۍ زیاتېدو له کبله دې دوی پر پوستو زیات نه درول کېږي.
افغانستان کې په داسې حال کې بې امني ډېره شوې چې طالبانو پر پاکستان سربېره، روس، ايران او چين سره هم اړيکې زياتې کړي دي. افغان حکومت په بيا بيا د دولتونو په کچه د اړيکو غوښتنې کړې خو څيړونکي وايي قوي هيوادونه به د لاس پوڅو ډلو له استعماله لاس وانخلي.
د خوست د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مخې ته هر ورځ سهار مهال لسګونه هغه تورسرې، سپین ږیري او ځوانان د مرستو د ترلاسه کولو په تمه ولاړ وي، چې دې وروستیو شپږو میاشتو په موده کې د پاکستان څخه خوست ته راستانه شوي دي.
جنرال رازق وایي، کندهار کې يې د حقاني شبکې له لوري د بريدونو راپور دوه اوونۍ مخکې تر لاسه کړی وو. د نوموړي په خبره د حقاني شبکې اصلي پلان د کندهار پر امنیتي مجلس حمله وه چې په وینا يې د ټولو مقاماتو له منځه وړل او د دغه ولایت سقوط کول وو.
د خوست د لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او کلینکونو کې په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو کموالی د روغتیا په برخه کې له مهمو ستونځو څخه حسابیږي.
په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې په کابل او کندهار کې د سېشنبې ورځې خونړي بریدونه غندلي او دا یې د یوه ولسواکه افغانستان پر ملي ادارو برید وباله.
افغان چارواکي وايي د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي چې د بېګا شپې په چاودنه کې یې سخت ټپونه اخیستي ول، ساه ورکړې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې په دې پېښه کې ډېری ولسي افغان وګړي وژل شوي او ټپیان دي.
د هلمند امنیتي چارواکي وايي په لښکرګاه ښار کې څو شېبې وړاندې ځانمرګی برید شوی. د هلمند امنیه قوماندان ...
د کونړ اوسېدونکي وايي د لرګیو له لېږد سره د ځنګلونو وهلو کې زیاتوالی راځي او دوی هېڅ نه غواړې چې ملي شتمنۍ لوټ شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته