د لاسرسي ځای

تازه خبر

"لوی قدرتونه دې افغانستان د خپلو سیالیو ډګر نه‌ګرځوي"


د افغانستان د سولې عالي شورا د نړۍ پر لویو قدرتونو غږ کړی چې افغانستان دې د خپلو سیالیو ډګر نه ګرځوي.

د سولې عالي شورا وایي، له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ هغه هېواد ته له افغانستانه د ناامنیو د غځېدو د مخنیوي په هدف کېږي.

دغه شورا وایي، روسیه د افغانستان د امنیت ټینګښت او سولې برخه کې د امریکا پر هڅو شک لري نو ځکه اوس د وسله‎والو طالبانو د ملاتړ نوی حرکت یې مخته کړی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي حاجي دین محمد مشال راډیو ته کې وویل چې د نړۍ لوی قدرتونه کولای شي خپلې سیالۍ له ډیپلوماټیکو لارو مخته یوسي او افغانستان دې د خپلو سیالیو ډګر نه ګرځوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي حاجي دین محمد
د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي حاجي دین محمد

ښاغلي دین محمد زیاته کړه:

"لوی قدرتونه که خپلې مقابلې او رقابتونه په سیمه کې لري، حد اقل افغانستان دې د سیالیو مرکز نه ګرځوي بلکه له افغانستانه دباندې دې یو بل ځای وټاکي. دوی خو ډېرې نورې سیمي لري چې زور ازمایې په‎کې وکړي. افغانستان دومره خراب شوی چې دلته د هرې نوې پروژې جوړېدل د افغانستان په زیان دی."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ روسیې ویلي و چې طالبان د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه کې د یوه دفاعي دیوال رول لري.

روسیه: طالبان داعش سره مبارزه کې د یوه دفاعي دیوال رول لري

دا په افغانستان کې د امریکا د ۱۵ کلنې جګړې په ترڅ کې لومړی ځل دی چې د روسیې حکومت په ښکاره د طالبانو ملاتړ څرګندوي.

روسیې، چین او پاکستان د ۲۰۱۶م کال د ډیسمبر پر ۲۷ په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه درې اړخېزه غونډه درلوده چې افغانستان نه و وربلل شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په مسکو کې تر دغې درې اړخېزې غونډې وروسته ویلي و چې دغه هېوادونه په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو څخه اندیښنه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا

مسکو، پیکنګ او اسلام‎اباد له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې خپل دریځ نرم کړي او موافقه یې کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره دې د ملګرو ملتونو له تور لیسته د یو شمېر طالب مشرانو نومونه لېرې شي.

افغان حکومت، امنیت شورا او د پارلمان استازو د دغې درې اړخېزې غونډې جوړېدل د ډیپلوماټیکو اصولو پرخلاف وبلله او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له تور لیسته یې د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کیدلو پر موافقې سخت انتقادونه کړي دي او دا ډول پریکړې یوازې د افغانستان صلاحیت بولي.

XS
SM
MD
LG