د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان راستانه شوي افغان کډوال بیړنۍ مرستې غواړي


د خوست د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مخې ته هر ورځ سهار مهال لسګونه هغه تورسرې، سپین ږیري او ځوانان د مرستو د ترلاسه کولو په تمه ولاړ وي، چې دې وروستیو شپږو میاشتو په موده کې د پاکستان څخه خوست ته راستانه شوي دي.

دوی وايي، سره لدې د رستنیدو اسناد او کاغذونه په لاس لري، خو نه ورسره د بیړنیو توکو مرسته شوې ده او نه يې د اړوندې ادارې مامورین راجسټر کوي، تر څو په راتلونکې کې ورسره مرستندویه ادارې همکاري وکړي.

بل لوري ته د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، چې د دوی ادارې مخې ته راتلونکې ډیری خلک غریبان، کونډې او یتیمان دي، چې د مرستې په خاطر ورځي، خو دوی له کډوالو او راستانه شویو افغانانو پرته غریبو خلکو سره د مرستو لپاره کوم امکانات نه لري.

د چهارشنبې په ورځ کومو منتظرو کسانو چې مشال راډیو سره خبرې کولې، ډیریو يې د راستنیدو قانوني کاغذونه درلودل، خو ویل يې چې مسوولین يې خبرو ته غوږ نه نیسي.

د وزیر په نوم یو تن خوستی کډوال چې د ټل د کمپ د سیمې څخه څلور میاشتې مخکې د خپلې کورنۍ سره راستون شوی وايي، چې د تورخم په لار راغلي شوي افغانان ستونځه نلري، خو دوی چې پدې لنډو لارو راغلي، د کډوالو چارو ځايي ریاست دوی ته مرستې په یو او بل نوم ځنډوي.

د کډوالو چارو ریاست په مخکې د سلګونو مراجعینو څخه یو هم د رفیق په نوم یو کس دی.

نوموړی وايي:

((په دې درو څلور میاشتو کې تر څلورو زرو پورې کډې خوست ته راغلي دي، حکومت وايي چې موږ دې خلکو ته رشن ورکوو، کله چې راشو راته وايي چې مهاجر کارت راوړه، کله راته وايي چې رشن کارت راوړه، موږ ته دې یو شی وښيي چې رايې وړو، دا کدې په شیر نو باندې راغلې دي، دې کډو سره نه باډر پاسټ شته او نه بل څه شته، نو دوی سره په یو ډول هم مرستې نه کیږي.))

بسم الله په نوم یو بل کس چې پخوا د پاکستان په مردان کې د خپلې کورنۍ سره اوسیده وايي، چې د څمکنیو د شیر نو په لار راستانه شوي او هلته سرحدي پولیسو ورته اسناد ورکړي، خو څوک يې اسنادو ته نه ګوري.

کت علي خان چې د پاکستان د میا والي څخه درې میاشتې وړاندې خپلې کورنۍ سره خوست ته راستون شوی، د مراجعینو پر وړاندې د کډوالو چارو ریاست د مامورینو سلوک ناسم ګڼي.

نوموړی وايي:

((زه د دې ادارې نه دا غواړم که دې خلکو سره مرسته کولای شي، ودې کړي که نه يې شي کولای نو ټیله کوي دې نه، کونډې دې نه بې عزته کیږي او سپین ږیرو عزت دې کیږي.))

د عزت الله په نوم یو کس چې درې میاشتې وړاندې خوست ته خپلې کورنۍ سره د مهاجرته راستون شوی وايي، چې په ازادۍ مینه کې اوسیږي، خو د ژوند د تېرولو هيڅ اسانتیا نلري، نوموړی د دوی له کورنیو سره د مرستې غوښتنه کوي.

په خوست کې د کډوالو چارو رييس هاشم حلیم وايي، چې دوی ورتلونکو خلکو ته په کراتو ویلي، چې د سروې ګډ ټیمونه په سیمو کې ګرځي، کچیرې داسې کډې چې په وروستیو شپږو میاشتو کې راستانه شوي وي، نو هغوی راجسټر کیږي، له هغې پرته د موسساتو د پورسیجر له مخې یواځې د دفتر په مخکې په ثبت او راجسټر د مرستو مستحق نه ګرځي.

هاشم حلیم زیاتوي:

((د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د داخلي بې ځایه شویو، راستنیدونکو او مهاجرینو لپاره خاص طرزالعملونه لري، پدې اساس هغه کورنۍ چې د کوڼډې، یتیم او غریب په نوم زموږ ریاست ته مراجعه کوي، د دوی څخه معذرت غواړو، هغه کورنۍ چې په لنډه موده کې د راستنیدنې اسناد لري، د هغوی لپاره موږ د سروې ګډ ټیمونه ترتیبوو، چې په کلیو کې به سروې کوي، کچیرې مستحق وو، نو د مرستو لپاره به يې نومونه ثبت کړای شي.))

د کډوالو چارو رييس زیاتوي، ۱۸۵ کورنۍ يې ثبت کړي، چې تر اوسه يې سروې نده ترسره شوې او په نږدې راتلونکې کې به د سروې ټیمونه عملاً سیمو ته ورشي، همدارنګه ۲۲۳ کورنۍ نورې په سروې کې مالومې شوي، چې هغوی د طرزالعمل له مخې د دې مرستو مستحقې ندي.

چارواکي وايي، پدې وروسیتو کې په خوست کې ۲۶۴ نویو راستانه شویو کورنیو سره مرستې شوي، چې هرې کورنۍ ته د شلو زرو افغانیو معادل توکي او نقدې پیسې ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG