د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته ستنېدونکي وزیرستاني کډوال دې نه درول کېږي


خوست مېشته وزیرستانیو کډوالو د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کړې چې د ستنېدو پر وخت دې له امنیتي پوستو څخه په تېرېدو کې ورته اسانتیاوې ورکړل شي.

څو ورځې مخکې د شمالي وزیرستان انتظامیې اعلان وکړ چې د جنورۍ له ۱۶مې څخه به د خوست مېشته کډوالو ستنولو بهیر پیلوي او هره ورځ به ۲۰۰ کورنۍ د بکه خېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو او کورونو ته لېږدوي.

د وزیرستانیو کډوالو مشرانو مشال راډیو ته وویل د یخنۍ زیاتېدو له کبله دې دوی پر پوستو زیات نه درول کېږي.

مولوي خان دراز وویل، په خوست مېشته کډوالو کې ځېنو د مرستو وطن کارډونه اخیستي دي نو هغوی ته دې هم وزیرستان ته د ستنېدو نېټه وټاکل شي.

دی زیاتوي چې د خوست ځینې کډوال هم په بېلا بېلو لارو پاکستان ته تللي ول او دغه کارډونه یې اخیستي ول خو اوس په ستنېدو که له مشکل سره مخامخ دي. نوموړي پر پاکستانیو امنیتي چارواکو غږ وکړ چې دغه ستنېدونکیو خلکو ته دې مشکلات نه جوړوي. دی وايي، په لومړي ځل وزیرستانیو کډوالو په په ضرب عضب عملیاتو کې له سامانونو ډک کورونه ترشا پرېښودل او اوس چې له خوسته و وزیرستان ته ستنېږي نو د خپلو کورنیو سامانو سره یوځای خپلو سیمو ته پرېښودل شي.

د خوست په ګلان پنډغالي کې مېشت د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک سلیم داوړ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کوي چې د ستنېدو مهال دې پر امنیتي پوستو د اوښتو عمل اسانه کړي.

دی وايي د خوست له غاړې افغان ملي اردو او سرحدي ځواکونه او د وزیرستان له لوري پاکستانۍ ملېشې او پوځ دې د دوی د ستنېدو پروړاندې شته خنډونه هیسته کړي. پر لاره باندې ډېره یخني ده. ماشومان او بیماران راسره دي که نرمي وکړي نو له تکلیفه به خلاص شو.

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد انور شېرانی وايي، له خوسته د راستنېدونکیو کډوالو بهیر به په درو پړاوونو کې ترسره کېږي او په دې لړ کې یې ټول بندوبست کړی دی.

دی زیاتوي په دغه درو پړاونو کې به دوه دوه زره کورنۍ راځي چې د سرکار لخوا ورته پر غلام خان بندر د ګاډو او خوړو بندوبست شوی دی. له یخنۍ د بچکېدو انتظام یې هم شوی دی.

شېرانی زیاتوي چې دوی خپل ځاني ګاډي هم راوستلی شي.

یاده دې وي چې په ۲۰۱۴م کال کې به شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له لوري د ضرب عضب عملیاتو له پیلېدو سره نېږدې شپږ زره کورنۍ د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوې.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG