د افغانستان پلازمېنه کابل کې له دوو پرله پسې ځانمرګیو بریدونو ۲۰ تنه وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.
د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې امر احمد ولي صبوري ازادۍ راډیو ته وویل، لومړۍ حمله د ملي امنیت د پنځم ریاست په دروازه کې شوې او دویمه یې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته نږدې سیمه کې شوې ده.
بلخوا د استقلال روغتون مشر صابر نصیب ازادۍ راډیو ته وویل چې له دغو دواړو پېښو یې ۲۰ مړي او ۶۰ ټپیان وروړي دي.
که څه هم استقلال روغتون د پېښې ځای ته نږدې پروت دی، خو ګمان کېږي چې له پېښو یوشمېر وژل شوي او ټپیان نورو روغتونونو ته هم لېږدول شوي وي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې په دې پېښه کې ډېری ولسي افغان وګړي وژل شوي او ټپیان دي.
صدیقي زیاته کړه:
"دوه ترهګري حملې د دارالامان پرسړک د ملي شورا الحاقیې ته نږدې شوي، لومړۍ حمله د یوه ځانمرګي بریدګر لخوا پر کاسټر ډوله موټر شوې چې ملکي کسان پکې سپاره ول، دې حملې له بده مرغه تلفات هم اړولي دي او دویمه حمله د یوه موټر په واسطه شوې."
په عین حال کې بریتانوۍ اینډپېنډېنت ورځپانې ویلي چې په دواړو بریدونو کې نږدې پنځوس تنه وژل شوي دي.
د دې حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.