د کندهار ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د سېشنبې د ورځې د حملو د تحقيقاتو پلټنه روانه ده او ډېر ژر به یې پایلې له ولایتي او مرکزي چارواکیو سره شريکې کړل شي.
دا خبره د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د جمعې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړه.
"د پېښې پلټنو لپاره په دا سبا له مرکزه او د هغه تر څنګ له متحده عرب اماراتو څخه د پلټونکې ډلې راغلې خو پلټنه يې تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې او اوس هم جريان لري."
خپلواک دا هم وويل چې د دغه ولايت د والي همایون عزيزي روغتيايي وضعيت اوس د ډاډ وړ دی.
ښاغلی عزيزي د سې شنبې په ورځ د کندهار د ولايت په مېلمستون کې د بمي چاودنو پر مهال ټپي شوی وو.
نوموړي وويل چې د والي عزيزي لومړنۍ درملنه په کندهار ولایت کې وشوه، خو د نورې درملنې لپاره هند ته وړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه نن د هند هېواد يوه مرکزي مجهز روغتون ته وړل شوی دی چې هلته تر درملنې لاندي دی، د ډاکټرانو سره چې موږ په تماس کې يو د هغوی د نقل قول پر اساس، روغتيايي وضعيت يې د ښه کېدو په حال کې دی، له خطره بهر دی، هغه سوځېدلی دی چې وروسته به یې جراحي درملنه هم کېږي، نن سهار د خپلې کورنۍ له غړیو سره هم پر ټليفون ږغېدلی دی."
په همدې حال کې د چار شنبې په ورځ د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته يو لیک لېږلی او په افغانستان کې یې د وروستیو بریدونو غندنه کړې ده:
"کله چې مې په کابل او کندهار کې د حملو په اړه واورېدل، زه ډېر غمجن شوم، هند پر افغانستان دغه حملې غندي، دا حملې د منلو وړ نه دي او د افغانستان د خلکو د هغه پرمختګ پر ضد دي چې دوی پر ټولو زحمتونو سربېره کړی دی."
مودي دا هم ویلي چې پر افغانستان حملې بايد د ټولې نړۍ له خوا وغندل شي او د دې حملو کوونکي او ملاتړي يې بايد محاکمه شي.
مودي په دغه لیک کې د حملو د قربانيانو کورنيو ته تسليت وړاندي کړی دی او ده زیاته کړې چې هند د افغان ولس او د متحده عرب اماراتو د خلکو ملاتړ کوي او هېواد به يې د تروريزم د مخنیوي په مبارزه کې له افغانستان سره يوځای ولاړ وي.
په افغانستان کې دغه حملې د افغانستان د ګاونډيو په ګډون د یو شمېر هېوادونو له خوا په پراخه توګه وغندل شوې.
د سېشنبې په ورځ د کندهار ولایت پر مېلمستون بمي حمله وشوه چې پکې د ملي شورا د دوو غړیو او عربي ډپيلوماټانو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او د کندهار د والي او متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شول.