د لاسرسي ځای

تازه خبر

((په افغانستان کې د روغتیا د برخې پرمختللې ټکنالوژي لږه ده))


د خوست د لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او کلینکونو کې په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو کموالی د روغتیا په برخه کې له مهمو ستونځو څخه حسابیږي.

که څه هم په دې وروسیتو کلونو کې د نیمه طبي زده کړو او نرسنګ په برخه کې لسګونو نجونو او ښځو زده کړې کړي، خو بیا هم د ځنو ولسوالیو په روغتونونو او کلینکونو کې په مختلفو علتونو کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د چارشنبې په ورځ د خوست د احمدشاه ابدالي د طبي زده کړو د انستیتیوټ څخه د لسګونو قابله وو د فراغت په مراسمو کې د یادې ادارې مشر پوهنوال ډاکټر بادشاه زار عبدالي مشال راډيو ته وویل، چې نویو فارغو قابله وو دوی سره ژمنه کړې ده، چې په ولسوالیو او اطرافي سیمو کې به، په ځانګړي ډول د مور او ماشوم د ژوند د خوندیتوب په موخه کار کوي.

ده وویل، دا چې د خوست د ډیریو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو، قابله وو او نرسانو کمی دی، نو دوی به هلته په اسانی سره جذب شي.

ډاکټر بادشاه زار عبدالي زیاتوي:((د طبي زده کړو له انسټیټوټ نه موږ ۳۷ نفرې قابله ګانې فارغې کړلې، ټولې ښځینه دي، دوه کاله تحصیل يې زموږ سره وکړ، د دوه کاله تحصیل وروسته تاسو عملاً ولیدې، چې د فراغت په مراسمو کې يې قسم یاد کړ، چې دوی به په کلیو او بانډو کې خدمات وړاندې کوي، دوی به خوار او موږ په یو نظر ګوري، دوی به د عامې روغتیا د وزارت او ریاست په چوکاټ کې همدارنګه د موسساتو په چوکاټ کې به دوی مقرریږي او هلته په لیرې سیمو کې به دوی صحي خدمات عرضه کوي.))

د ابدالي د طبي زده کړو د انستیتوټ یوه تنه فارغه وايي، چې خپل مسلک ته به ژمنه پاتې کیږي او په ولسوالیو کې به د دندې له لارې مور او ماشوم ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړې وايي:((نوم مې نجیلا ده، د خوست د متون اوسیدونکې یم، ډېره خوشاله یم چې د احمدشاه ابدلي د طبي زده کړو د قابله ګی له څانګې فارغیږم، باید یادونه وکړم چې په خپله ولسوالۍ کې د میډوایفې په صفت کار هم لرم، ټولو خوست میشتو سره ژمنه کوم چې د مور او ماشوم د مړینې د کچې د کمولو په هیله کار کوم.))

د عادله رحیمي په نوم یو بله قابله له خلکو غواړي، چې خپلې خویندې او لوڼې زده کړو ته وهڅوي:((په دې پوهنتون کې مو دومره څه زده کړل چې کولای شو، که کومه مور مراجعه کوي چې هم په د ولادت په مسایلو کې ورسره مرسته وکړو او هم يې ماشوم تر یوه بریده وژغورو، موږ دې موقع ته ډېر خوشاله یو او له ټولو وروڼو څخه هیله کوو چې هغوی هم خپلې خویندې لوړ زده کړو او نورو درسونو ته يې وهڅوي.))

د غونډې ګډونوال پروفیسور ډاکټر نیک محمد ویال، چې پدې وروستیو کې له اروپا څخه د هډوکو د تداوی په برخه کې د PHD د ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستون شوی، په افغانستان کې د طب په برخه کې د نورو نیمګړتیاوو تر څنګ د پرمختللې طبي ټکنالوژی کمښت د تشخیص او معالجې په برخه کې مهم کمی بولي.

پروفیسور نیک محمدویال زیاتوي:((چې په کلیو کې دا ښځې را ډاکټرې شي، دا ښه خبره ده، البته نیمګړتیاوې په هر ولایت کې شته، د طبابت په برخه کې د محصل لپاره د زده کړو امکانات ډېر کم دي، هغه ټکنالوژی چې په نوره نړۍ کې کارول کیږي، دلته ډېر کمې دي، باید پدې کار وشي، چې محصل ته د زده کړو په خاطر هغه ټکنالوژي میسره شي، تر څو عملاً يې وویني او کار پرې وکړي.))

د قومونو او قبایلو په برخه کې د حکومت د اجراييه رييس ارشد سلاکار غازي نواز تڼی هم په افغاني ټولنه کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت مهمه ستونځه بولي او له هغوی غواړي چې په خپلو زده کړو کې لا ډېر کوښښ وکړي:((موږ زنانه ډاکټرو ته سخت ضرورت لرو، که زموږ زنانه ډاکټرې پیاوړې او ډېرې شي، قدر يې وشي، زمینه ورته برابره شي، نو زموږ ټول خویندې په ابرو او عزت کې وي، تاسو خویندې نور هم کوښښ و کړئ، په پرده او ادب کې زده کړو ته زور ورکړئ.))

د یادونې وړ ده په خوست کې په وروسیتو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د نرسنګ او قابله ګی د یو شمېر برنامو سربیره په خوست کې د احمدشاه ابدالي، رووفي او حکیم تڼیوال د طبي زده کړوپه نوم هم درې مرکزونه په فعالیت بوخت دي، چې لسګونه نجونې او هلکان په کې نیمه لوړې طبي زده کړې سرته رسوي.

XS
SM
MD
LG