د لاسرسي ځای

تازه خبر

بس نور د کونړ ځنګلونه وهلو ته نه پرېږدو


د افغانستان لرګي د پاکستان په ټالونو کې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:50 0:00

د افغانستان لرګي د پاکستان په ټالونو کې

په کونړ کې د لرګیو لېږدولو پر سر د راپیدا شوې ستونزې هوارولو لپاره د مشرانو جرګې ورغلي پلاوي مشر او غړیو د کونړ اوسېدونکیو سره ولیدل او د هغوی غوښتنې يې واورېدلې.

د کونړ اوسېدونکي وايي د لرګیو له لېږد سره د ځنګلونو وهلو کې زیاتوالی راځي او دوی هېڅ نه غواړې چې ملي شتمنۍ لوټ شي.

د مشرانو جرګې څخه د راغلي پلاوي غړي محمد هاشم الکوزي په ولایتې شورا کې راغونډو شویو خلکو ته وویل دوی د دې لپاره راغلي چې د لرګیو پرسر پیدا شوې ستونزې په اړه معلومات حاصل او د هوارې لپاره یې مشرانو ته ورسوي.

هغه وویل د معلوماتو راټولولو کې به نه د والي ،نه قومندان او نه هم د بل چا پلوي وکړي.

«باید د کونړ له اصلي حقیقته موږ ځان خبر کړو چې د کونړ ولسونه څه غواړي، د کونړ غریب او در په دره ولس څه غواړي، یو خو ۴، ۵ او ۸ تنه دي. یا یو هم د کونړ ولس څه غواړي، د دوی څه غوښتنه ده؟»

په مشرانو جرګه کې د کونړ استازي او د پلاوي غړي استاد محمد طیب عطا وویل د کونړ اوسېدونکي د ځنګلونو وهلو او د لرګیو قاچاقولو مخالف دي. له حکومت او نړیوالو ځواکونو غواړې چې هرڅوک ځنګل وهي باید ورته د وسله وال مخالف په نظر وکتل شي او بمباري یې کړي.

«زه ریس جمهور ته وایم چې څوک ځنګل قطع کوي لکه څنګه داعش بمباروې، همداسې د دوی کورونه هم بمبار کړه او ویې وله،»

په مشرانو جرګه کې د کونړ پخواني استازيرفیع الله حیدري وویل د لرګیو لېږدولو په اړه د ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا رالېږل شوې لاسوند یا دستاویز ورته د منلو وړ ځکه نه ده چې هغه خپله په حکومت کې اضافي کس دی او د قانون خلاف يې ځان حکومت کې ځای کړی دی.

«اول خو دا ریس اجرایه اضافه شی دی چې پر موږ تپل شوی دی، او بیا ریس اجرایه چې دا د وزیرانو شورا چې کومه لاسوند یا دستاویز ده، دا قانون نه دی دا د وزیرانو شورا یوه لاسوند یا دستاویز ده قانون خپل مراحل لري تا نه دی تصویب کړی ولسي جرګې تاید نه دی کړی، ریس جمهور توشیح کړی نه دی او پر ځای د دې دا کونړ، دا ځنګلونه زموږ لباس دی. د دې کونړ، دا لباس چې له موږ نه څوک وباسي، الله دې د هغه نه وباسي، الله دې هغه سپک کړي. موږ د لرګي مخالف یو د لرګي د وهلو د لرګي د انتقال.»

ولسي خلکو له راغلي پلاوي غوښتنه کوله چې په هېڅ شکل د ځنګل وهونکیو او د هغوی ملاتړیو ته له کونړه د لرګیو وړلو اجازه نشي ورکولي. له ولایته یې د پخو توکیو لېږدولو په اړه د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیسیون او داجرایه رئیس عبدالله عبدالله لخوا رالېږل شوې لاسوند یا دستاویز د چاپېریال ساتنې، د ځنګلونو ساتنې ضد کار دی.

د یادونې وړده چې تېره ورځ د لاسوند یا دستاویز په ګټه او د امنيې قومندان په خلاف د لرګیو یو شمېر سوداګرو او نجارانو مظاهره کړې وه چې په تاوترخوالې بدله شوه ،چې بیا د قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېدله.

په کونړ کې خلک وايي له تېرو نزدې څلورو لسیزو ځنګلونه وهل کېږي، څو ځله د پخواني ولسمشر حامد کرزي، له هغه وړاندې د رباني او د طالبانو مشرانو له کونړه دلرګیو انتقال ته اجازه ورکړې وه. د دې پرځای چې حکومت د اساسي قانون له پنځلسمې مادې سره سم د ځنګلونو ساتنه وکړي، دلرګیو له انتقال سره يې د ځنګلونو وهلو ته اجازه ورکړې چې ورسره د کونړ زیات شنه ځنګلونه د برقي ارو په وسیله ووهل شول.

راپور: روح الله انوري

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

سږ کال په هرات کې د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:44 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG