د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې ځانمرګی برید اوو تنه وژلي دي


د هلمند امنیتي چارواکي وايي په لښکرګاه ښار کې څو شېبې وړاندې ځانمرګی برید شوی.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کین‌توز وايي چې دغه برید د لښکرګاه ښار اړوند د «B-Two-one» سیمه کې پر یوه ملکي کور ترسره شوی دی چې ۷ کسان‌يې وژلي او ۶ نور ټپیان دي.

کین‌توز وايي د ځانمرګي سره موټر هم و، خو هغه چاودنه نه‌ده کړې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې برید څو شېبې وړاندې د یوه قومي مشر خدایداد پر کور شوی دی.

هغه بیا مشال راډیو ته وویل په دې برید کې یو کس وژل شوی او نهه نور ټپیان دي.

ځواک وویل دا لا څرګنده نه‌ده چې په دې برید کې څو ملکیان وژل شوي او څو د ملي امنیت د خاصې قطعې سرتېري.

تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه‌ده اخیستې.

ویل کېږي خدایداد د ملي امنیت د خاصو ځواکونو قوماندان هم دی او د برید پر مهال‌يې په کور کې غونډه روانه وه.

د ملي امنیت دغه قطعه په دې وروستیو کې جوړه شوې ده او ویل کېږي د وسله‌والو پر ضد عملیاتو کې يې ښه نتیجه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG