د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: نوې سړه جګړه او نوي کردارونه


د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور پاکستانی شناختي کارډ
د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور پاکستانی شناختي کارډ

افغانستان کې په داسې حال کې بې امني ډېره شوې چې طالبانو پر پاکستان سربېره، روس، ايران او چين سره هم اړيکې زياتې کړي دي. افغان حکومت په بيا بيا د دولتونو په کچه د اړيکو غوښتنې کړې خو څيړونکي وايي قوي هيوادونه به د لاس پوڅو ډلو له استعماله لاس وانخلي.

د افغانستاند پارليمان غړو نن په خپله غونډه کې وويل چې حکومت بايد د خلکو ژوند خوندي او د وسله والو ملاتړ کوونکو هيوادونو سره دا مسله په سختۍ سره راپورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستيوو کې افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف طالبانو سره د تماسونو تاييد کړی وو چې د افغان پارلمان غړو پرې سختې نيوکې کړې وي. د افغانستان د پارليمنټ د بهرنيوو چارو د کميسون يوه غړې، آرين يون وايي د سيمې هيوادونه د داعش وسله والې ډلې له پراخېدو ويريږي او د هغوی د مخنيوي لپاره له طالبانو کار اخيستل غواړي.

روس فکر کوي چې له افغانستانه د امريکايانو په وتلو سره د دوی لپاره د مداخلې ښه موقع ده
افراسياب خټک

ارين يون وايي: ((روس ويريږي چې داعش به منځنۍ اسيا ته د دوی ګاونډ ته وروخوځيږي. ايران هم ورته اندېښنې لري. دوی ځکه طالبانو سره اړيکې جوړول غواړي. په شام کې د روس او امريکا په رقابت کې ډير ويجاړی وشو. موږ ويريږو چې افغانستان يو ځل بيا د سړې جګړې قرباني نه شي او د لويو هيوادونو په جنګ کې وسوځي.))

سياستوال او څيړونکي افراسياب خټک دې وروستيوو کې په خپله يوه مقاله کې ليکلي وو چې طالبان د پاکستان لاس پوڅي وسله وال دي او اوس يې د روسانو سره ورله اړيکو په جوړولو سره نوی مارکيټ پيدا کړی. پاکستان دا تورونه ردوي. هغه مشال ريډيو ته وويل چې امريکا افغانستان کې د خپلو پوځيانو په لا نور کمولو فکر کې ده چې دې کار روسانو ته د يو لوی کردار لوبولو موقع برابره کړې.

خټک زياتوي: ((دلته هغه د اتيايمو کلونو سړه جګړه کله هم ختمه شوې نه وه. د امريکا نوی منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې بيانونه ورکړې چې تر مخې به يې دې سيمه کې د امريکايانو کردار کم شي. روسان دلته د مداخلې او خالي ځای د ډکولو موقع ويني.))

ارين يون: د سيمې هيوادونه له داعشه ويريږي
ارين يون: د سيمې هيوادونه له داعشه ويريږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بيا بيا ويلي چې افغانستان کولی شي د خپل موقعيت له وجې د جګړو سيالي په اقتصادي همکاريو بدله کړي. د هغه د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر څه موده مخکې مشال ريډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې روس او ايران ته يې ويلي چې که له داعش څخه ويريږي نو د هغوی پر ضد دې د طالبانو پر ځای افغان حکومت سره لاس يو کړي.

خو افراسياب خټک وايي اغېز غوښتونکي هيوادونه فکر کوي چې هغه څه چې د لاس پوڅو وسله والو په استعمال يې تر لاسه کولی شي، د دولتونو په کچه په همکاريوو يې نه شي لاس ته راوړلی.

په دې وروستيوو کې روس، چين او پاکستان چارواکو په مسکو کې د افغانستان په اړه د افغانانو له موجوديت پرته غونډه کړې وه. تر غونډې وروسته د روس د بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې ځيني افغان وسله وال بايد د ملګرو ملتونو بنديزونو له تور ليست څخه وويستل شي. افغان حکومت او ولسي جرګې پر دې بيان سختې نيوکې کړې وي خو طالبانو ستايلی وو.

د افغانستان ملي امنيت سلاکار، حنيف اتمر سره ځانګړې مرکه

حنیف اتمر: پاکستان رانه غوښتي چې طالبانو سره خبرې پيل کړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:51 0:00

XS
SM
MD
LG