د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې چاودنې مرستیال والي او د اماراتو پنځه ډپلوماټان وژلي


افغان چارواکي وايي د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي چې د بېګا شپې په چاودنه کې یې سخت ټپونه اخیستي ول، ساه ورکړې.

بلخوا د متحده عربي اماراتو حکومت نن(چارشنبه) یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي د دوی پنځه ډیپلوماټان چې په افغانستان کې یې د بشري، تعلیمي او پرمختیايي مرستو وظیفې پرمخ وړلې د کندهار په چاودنه کې وژل شوي دي.

د افغان چارواکيو په خبره په ټپیانو کې د کندهار والي همایون عزیزي او په افغانستان کې د متحده عرب اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي هم شامل دي.

د کندهار والي ویاند محمد صمیم خپلواک مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د ولایت په مېلمستون کې شوې او ښايي باروت په چوکیو کې اېښودل شوي وو.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق بېګا مشال راډیو ته وویل چې له چاودنې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو سفیر او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزيره د کندهار ښار په عینو مېنه کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د یوه ښوونځي د پرانیستلو مراسمو ته ورغلي ول چې د متحده عربي اماراتو په مرسته جوړ شوی دی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په چاودنه کې د خپل سفیر د زخمي کېدو خبر تایید کړی او ویلي يې دي چې یوشمېر نور اماراتي ډپلوماتان هم په ټپیانو کې دي خو د چا د وژل کېدو خبر یې نه دی تایید کړی.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د کندهار والي په مېلمستون کې چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې په اړه یې څېړنې کوي.

XS
SM
MD
LG