د لاسرسي ځای

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق​ وايي، د کندهار د تېرې شپې حمله د حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو سره په ګډه پلان کړې وه او غوښتل يې چې د امنیتي مجلس پر مهال ټول چارواکي له منځه یوسي.

جنرال عبدالرازق چې نن تر غرمې وروسته يې خبریالانو ته د کندهار د تېرې شپې د چاودنې په اړه معلومات ورکول؛ وویل چې د چاودنې له امله د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، د کندهار د بهرنيو چارو رئیس شاه احمد سعیدي په امريکا کې افغان ډیپلوماټ یما قریشي، ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجانی د فارياب سناتور سراج الدین صفري او پنځه عرب ډيپلوماټان چې دوه يې د پېژندلو نه دي په وژل شوو کسانو کې شامل دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق​
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق​

رازق وایي، په ۱۸ ټپيانو کې بيا د کندهار والي په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفير، ملي سوداګر هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند چې په دغې میلمستیا کې ګډون کړی وو شامل دي.

امنیه قومندان وایي، د ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ نه دی.

جنرال رازق وایي، کندهار کې يې د حقاني شبکې له لوري د بريدونو راپور دوه اوونۍ مخکې تر لاسه کړی و.

د رازق په خبره د حقاني شبکې اصلي پلان د کندهار پر امنیتي مجلس حمله وه چې په وینا يې د ټولو مقاماتو له منځه وړل او د دغه ولایت سقوط کول وو.

رازق چې خپله هم د چاودنې سیمه کې و؛ وایي چې د بريد لپاره ممکن د کاریګرو او ساتونکو څخه کار اخیستل شوی وي خو دی وایي چې بريد د پاکستان استخباراتي ادارې ای، ايس، ای او حقاني شبکې په ګډه کړی.

نوموړی وايي:

"دا حقاني شبکې د ای اس ای سره په ګډه پلان جوړ کړی وو موږ مخکې پرې خبر وو په ښار کې مو تدابیر زیات کړي وو ."

د پېښې د څېړنې لپاره د هېواد د ملي امنیت د سلاکار حنيف اتمر په مشرۍ يو پلاوي کندهار ته راغلی خو د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي، د بريد په تړاو يې د ودانۍ پنځه کارکوونکي نيولي دي چې د تېرو څو میاشتو راهیسې يې په دغه ودانۍ کې ساختماني کارونه کول.

وسله والو طالبانو په دغه بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په داسې يوه خوندي ځای کې دې دا ډول پېښه رامنځ ته شي، تر دې مخکې هم د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمد ولي کرزی، قومي مشر حشمت خلیل کرزی او ډېری نور چارواکي په داسې تکتیکي ډول وژل شوي دي.

راپور : محمدصادق رښتینی

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG