نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
خوست: دافغانستان د خوست لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او اوسیدونکو په کابل کې د جمعې ورځې د لاریون تنظیموونکي وغندل او له افغان حکومته يې د هغوی د محاکمې غوښتنه وکړه.
د خوست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت پولیسو څلور تنه په قتل کې د لاس لرلو او دوه تنه د موټر تښتونې په تور نیولي دي.
د سویل ختیز زون د شپږو ولایتونو ملکي او پوځي چارواکي وايي، چې د یادو ولایتونو په اوږدو کې به د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب همدارنګه په یادو سیمو کې د حکومتوالی د ښه کولو او د حکومت او ولس د اړېکو د نږدې کولو په خاطر په خپلو کې همغږي او همکاري ډېره کړي.
د والي وياند مشال راډیو ته ويلي چې د يکشنبې سهار مهال د خوښۍ ولسوال عبدالحمید حامد او دوه ساتونکي يې خپل دفتر په لاره وو چې ورباندې بريد وشو.
د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین محمدي مشال راډيو ته وویل ، ۱۴ مړي او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.
په خوست کې یو شمېر قومي مخورو او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو استازو په یوه غونډه کې د پولې په دواړو غاړو کې، پښتنو ته په ورپېښوسیاسي او ټولنیزو ناخوالو انديښنه څرګنده کړه او ددې حالاتو نه د ژغورنې یواځنۍ لار يې د پښتنو یووالی او په خپلو کې د ناستو ولاړو ډېریدل یاد کړل.
په لوګر کې د کوچي قومونو یو شمېر مشران او سپین ږیري وايي، چې دوی د پاکو اوبو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په ګډون له ډېریو اسانتیاوو بې برخې دي او له کړاوه ډک ژوندون تېروي.
په خوست کې د یو شمېر رسنیو کارکوونکي او مسوولین د ولسونو د سیاسي او ټولنیز شعور په بیداری کې د رسنیو ونډه مهمه بولي او زیاتوي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ټولیزو رسنیو خلکو ته د هېواد په ابادی او رغونه کې د پراخه ونډې اخیستنې روحیه ورکړې ده.
د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست یو شمېر خبریالانو او د بیلابیلو رسنیو استازو د ننګرهار په راډیو تلویزون د وسلوالو برید وغانده او د افغان حکومت او نورو مخالفو وسلوالو ډلو يې وغوښتل چې د ملکي هدفونو او د رسنیو ادارو د امنیت خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د پنجشنبې په ورځ په میدان ورکو کې د مڼې ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د یو شمېر نورو ولایتونو د میلمنو شاعرانو، فرهنګیانو او علمي شخصیتونو په ګډون جوړه شوه.
د خوست یو شمېر دیني عالمان او د پوهنتون استادان وايي، کچیرې د افغانستان اساسي قانون په ټولو خلکو یو ډول پلی شي، پدې هېواد کې شته سیاسي او ټولنیزې ستونزې ورسره تر ډېره حلیږي.
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، جنګي فصل ته د دوی ژمنۍ تیاریانې، د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ ډېریدل، د پوځي قطعاتو اکمال، تجهیز او د خلکو همکاري د دې لامل شوې ده، چې د نورو کلونو په پرتله د لوګر امنیت ډاډمن شي.
د شنبې په ورځ د افغانستان د خوست ولايت په ځاځي میدان، باک، صبریو، تریزیو، قلندر، موسی خېلو او د دریو مرکزي اداري واحدونو د ۲۱۹ ښوونځیو ښوونکو لدې کبله چې دوی ته د یوې لسیزې پرلپسې غوښتنو وروسته هم د کورونو لپاره ځمکې ندي ویشل شوي، ښوونځیو ته د نه تګ اعتصاب کړی او یاد ښوونځي يې تړلي دي.
په خوست کې په لومړي ځل د حیواني ناروغیو یو داسې مجهز کلینک جوړ شو، چې د خپلو وسایلو او امکاناتو پر مټ د چرګانو او څارویو ډيری ناروغی او مرضونه تشخیصولای شي.
د چارشنبې ورځ په لوګر کې د رسنیو ازادۍ نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د دغه ولایت والي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو د پرمختګونو، ستونزو، ناخوالو او د دوی د غوښتنو په انعکاس کې د مشال راډیو خپرونې وستایلې او هغه يې په یو ستاینلیک تقدیر کړې.
په خوست کې د نړیوالو، ملي او سیمه ییزو رسنیو خبریالان او مسوولین وايي، چې مسوولې ادارې د پيښو پر مهال دوی ته پر وخت مالومات نه ورکوي او د ځنو مسالو د رپوټ کولو له امله حتی ګواښل کیږي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان وايي، چې د ښار پاک ساتل او په خلکو کې د ښاري فرهنګ رواج او مراعتول د ټولنې د ټولو وګړو ګډ کار دی.
د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې پدې وروستیو کې د یاد ولایت یو شمېر سوداګرو او شتمنو خلکو ښوونځیو سره د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو، لمریزې برښنا، زده کوونکو لپاره وړیا زده کړو، میزونو، چوکیو، الماریو، فرش او نورو برخو کې مرستې ډېرې کړي دي.
د خوست یو شمیر قومي مخور او پخواني جهادي قوماندانان وايي، چې په افغانستان کې د روانو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو یواځنۍ حل لاره داده چې افغانان په خپلو کې یوموټي شي او دې موخو ته د رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.
په خوست کې یو شمېر روڼ اندي او مدني فعالان وايي، د دې لپاره چې افغاني ځوانان د نړۍ د پرمختګونو سره بلد او اړیکې يې پراخې شي، لازمه ده چې د اوسني عصر د ټکنالوژۍ پر مهارتونو سمبال او د دوی زده کړو ته پاملرنه ډېره شي.
نور وښیئ