د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست دیني عالمان د اساسي قانون پلي کېدنه د ستونزو هواری ګڼي


د خوست یو شمېر دیني عالمان او د پوهنتون استادان وايي، کچیرې د افغانستان اساسي قانون په ټولو خلکو یو ډول پلی شي، پدې هېواد کې شته سیاسي او ټولنیزې ستونزې ورسره تر ډېره حلیږي.

دوی زیاتوي، دولت باید د اساسي قانون بشپړې پلې کېدنې او د ادارې سمون ته توجه وکړي.

یاد علماء او استادان چې د پنجشنبې په ورځ د نبوي سیرت په باب د یوې ازموینې لپاره په مشورتي ناسته کې راټول شوي ول، ټېنګار لاره چې د جګړې د ختمولو یوه لاره داده چې اساسي قانون له استثنی پرته په هر چا پلی شي او هر کس قانون ته ځان مسوول وبولي.

دیني عالم مفتي حبیب الرحمن خوستي وویل، د اساسي قانون له پلي کیدو سره د ټول ملت ستونزې حلیږي.

مفتي حبیب الرحمن زیاته کړه:

((د افغانستان لپاره چې کوم اساسي قانون جوړ شوی دی، دا یوه ملي وثیقه دا کچیرې په واقعي مانا به افغانستان کې تطبیق شي، کچیرې دې ته هر قوماندان، هر چارواکی او هر افغان ژمن شي، نو ټول مسایل حل کیږي او هېڅ مشکل نه پاتې کیږي.))

مفتي حبیب الرحمن زیاته کړه، د افغانستان په اساسي قانون کې ټولو مسالو ته تر یوه بریده حل لارې پیدا شوي دي.

هغه هیله وکړه، چې لدې ملي وثیقې سره دې سطحي برخورد نه کیږي او نه دې ورڅخه یوازې د شعار په ډول استفاده کیږي، بلکې په ټولنه کې دې عملاً پلی شي.

په خوست کې د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ وايي، د افغانستان د اساسي قانون په درېیمه ماده کې راغلي، چې په افغانستان كې هېڅ قانون نشي كولاى چې د اسلامدين د معتقداتو او احكامو مخالف وي، نو کچیرې دا حکم پلی شي، مخالفینو سره د نظام پر وړاندې د جګړې لپاره دلیل نه پاتې کیږي.

د دیني علماوو او استادانو پدې غونډه کې د حج او اوقافو وزارت معین مولوي عبدالحکیم منیب هم برخه درلوده.

ده وویل، افغان حکومت د سولې هڅو ته ژمن دی او ده په ټېنګار له وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې د سولې له بهیر سره په یو ځای کېدو د دې هېواد ابادي یقیني او اقتصاد پیاوړی کړي.

مولوي عبدالحکیم منیب زیاته کړه:

((موږ د جنګ خلاف یو، موږ د سولې داعیان یو، خدای دې هغه وخت ژر راولي، چې په افغانستان کې ټول دولتیان او مخالفین سره وروڼه وي، په ګډه د دښمن په مقابل کې ودریږي، دې ملک ته قوت ورکړي، استقلال او اقتصاد ته قوت ورکړي او یو مرفه ژوند په ګډه سره افغانانو ته راولي.))

بلخوا د حقوقو او سیاسي علومو استاد امیر بهیر وايي، ځنې خلک لدې کبله هم له نظام څخه ناراضه دي، چې دلته قانون نه پلی کیږي.

همدارنګه د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي رييس پوهندوی زرولي صدیقي وايي، چې د افغانستان د اساسي قانون د درېیمې مادې د بشپړ تطبیق په صورت کې ډاډه دی، چې هېڅوک به په هېڅ نوم او ادرس د دې نظام پر وړاندې د وسلوالې جګړې دلیل ونلري او د اساسي قانون پوره پلي کیدنه به د دې هېواد د خلکو نیکمرغه راتلونکی تضمین کړي.

XS
SM
MD
LG