د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست پولیسو د بیلابیلو جرمونو په تور شپږ کسان نیولي


د خوست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت پولیسو څلور تنه په قتل کې د لاس لرلو او دوه تنه د موټر تښتونې په تور نیولي دي.

دوی زیاتوي، د موټر تښتونکو څخه دوه عرادې موټر هم نیول شوي، چې د پولیسو لخوا خپلو مالکینو ته وسپارل شول.

د جمعې په ورځ د خوست د امنیه قوماندانی امنیتي مرستیال سمونمل عبدالحنان مشال راډیو ته وویل، چې یاد کسان تېره ورځ د خوست په بیلابیلو سیمو کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا نیول شوي دي.

ښاغلي حنان زیاته کړه، څلور کسان په قتل کې د لاس لرلو او دوه تنه د موټر تښتونې په جرم تورن دي.

د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال زیاته کړه:

((د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو تېره ورځ د بیلابیلو جرمونو په تړاو شپږ تنه د خوست په مختلفو سیمو کې نیولي چې څلور تنه یې د قتل او دوه تنه یې د موټرو دغلا و په تړاو نیول شوي، موټر تښتونکو څخه هغه دوه عرادې موټر چې یو یې ټوډي او بل یې سراچه ده، دپولیسو لاسته راغلي چې څه موده وړاندې یې زمونږ د دوو تنو خوست میشتو څخه په سرقت بیولي وو.))

سمونمل عبدالحنان وویل، چې پولیسو د موټر تښتونکو دوه نور شریکان هم پیژندلي، د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

د موټر مالک رحیم چې پولیسو خپل موټر وروسپاره، د پولیسو لدې اقدام مننه وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې د جنايي جرمونو په مخنیوي کې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.

ده وویل، که خلک له سرتیرو سره همکاري وکړي، نو د خلکو مال او ځان به خوندي شي.

XS
SM
MD
LG