د لاسرسي ځای

په خوست کې د یو شمېر رسنیو کارکوونکي او مسوولین د ولسونو د سیاسي او ټولنیز شعور په بیداری کې د رسنیو ونډه مهمه بولي او زیاتوي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ټولیزو رسنیو خلکو ته د هېواد په ابادی او رغونه کې د پراخه ونډې اخیستنې روحیه ورکړې ده.

دوی زیاتوي، که څه هم وروستیو څلورو لسیزو ناخوالو افغانان په مادي او معنوي لحاظ ځپلي، خو بیا هم رسنۍ توانیدلي چې د یو شمېر ګټورو خپرونو له لارې د ملي فکر د خورولو لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې د خوست د رسنیو یو شمېر فعالانو په هغه ناسته کې وکړې، چې په یاد ولایت کې د غرغښت په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه.

د شنبې په ورځ په خوست کې د ژمن په نوم د یو سیمه ییز تلویزیون کارکوونکي ساجد بهار مشال راډیو ته د ځايي رسنیو د اغېز په باب وویل:

((متاسفانه دا د جنګ په کلونو کې خلک تر یوه بریده سهولت طلبه اموخه شوي او فکر کوي چې هر څه دې ورته نور وکړي، خو له ښه مرغه دې، سیمه ییزو رسنیو د خپلو خپرونو له لارې خلکو ته داسې روحیه ورکړه، چې اوس په یوې خبرتیا زرګونه کسان په حشرونو کې برخه اخلي، خپله نیالګي کینوي، اوبه کوي، يې، سړکونه پاک ساتي، بیت المال سره سطحي برخورد نه کوي، په ملي ګټو يې خوا بدیږي او خپل عکس العمل په ډاګه کوي چې دا ټولې يې اغېزې دي.))

سلطان محمود خیرخوا په یو شمېر محلي رسنیو کې د غریبو، یتمانو او بې وزلو خلکو سره د مرستو خپرونې پرمخ بیايي.

نوموړی وايي، په خلکو د رسنیو باور د دې لامل شوی، چې دی د خپلو خپرونو له لارې میلیونه افغانۍ راټولې او مستحقو خلکو ته يې ورسوي.

دا چې پدې ولایت کې د نویو رسنیو د جوړیدو اړتیا څه ده، د غرغښت د نوې جوړې شوې راډیو موسس سخي سرور میاخېل يې په اړه وايي:

((د افغانستان په شان ټولنه کې چې څومره د مطبوعاتو شمېره ډېریږي، دا پدې مانا نده چې اهمیت يې صدمه ویني، ځکه زموږ ټولنه د ولسونو لا نورې ویښتیا، د ټولنې په پرمختګ کې د خلکو هڅونې ته اړتیا لري، کچیرې په رښتیا هم د خپلې ټولنې ملي، اسلامي او کلتوري ارزښتنو ته په کتو خپرونې چمتو کړو، نو ښه رسنیو ته به نوره هم اړتیا زیاته شي.))

د سولې پیغام په نوم د یوې سیمه ییزې رسنۍ مشر زاهدشاه انګار د محلي رسنیو پر وړاندې یو شمېر ستونزو او ننګونو یادونه کوي او زیاتوي:

((په خوست کې رسنۍ په ځانګړي توګه راډیوګانې د اقتصادي جدي ستونزو سره مخامخې دي، اطلاعاتو او مالوماتو د لاسرسي په برخه کې ستونزې شته، د رسنیو هغه کارکوونکي چې د بازار موندنې په برخه کې کار کوي ظرفیتونه يې ټیټ دي، چې دې هم د رسنیو په اقتصادي او مالي برخو منفي اغېز کړی دی.))

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي غوښتنه کوي، چې رسنۍ دې زموږ د ټولنې د کلتوري او مذهبي ارزښتونو ته په پام خپرونې چمتو او نشر ته سپاري.

مولوي شاه محمد محمدي زیاتوي:

((رسنۍ باید داسې خپرونې ولري، چې د اسلام سره، زموږ د کلتور او فرهنګ سره په ټکر کې نه وي، باید دا ارزښتونه لا غښتلي کړي، موږ ځنې رسنۍ وینو چې زموږ د کلتور ماتوونکي دي، د هغو څخه یوه صمیمانه غوښتنه دا کوو، چې زموږ کلتور او عنعناتو ته درناوی ولري او د هغې مناسب خپرونې باید خلکو ته وړاندې کړي.))

د ولایتي شورا پخوانی مشر سیدکریم خان خاکسار وايي چې سیمه ییزې رسنۍ د خلکو د ستونزو د انعکاس یوه ښه وسیله ده او چارواکي متوجه کوي، چې د خلکو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

سیدکریم خان خاکسار وویل:

((دا سیمه ییزې رسنۍ زموږ د خلکو له دردونو باخبره دي، کله چې د دې رسنیو له لارې خلک خپل غږ اوچتوي زموږ چارواکي ورته متوجه کیږي، چارواکي د هغې په وجه ځانونو کې اصلاحات راولي.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې د یو شمېر چاپي رسنیو مجلو او جریدو تر څنګ لس سیمه ییزې راډیو ګانې او څلور محلي تلویزیونه خپرونې لري.

مشال بیا هغه راډیو ده، چې په AM څپو د خوست څخه د پولې د دواړو غاړو پښتنو لپاره خپرونې بروټکاس کیږي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG