د لاسرسي ځای

د شنبې په ورځ د افغانستان د خوست ولايت په ځاځي میدان، باک، صبریو، تریزیو، قلندر، موسی خېلو او د دریو مرکزي اداري واحدونو د ۲۱۹ ښوونځیو ښوونکو لدې کبله چې دوی ته د یوې لسیزې پرلپسې غوښتنو وروسته هم د کورونو لپاره ځمکې ندي ویشل شوي، ښوونځیو ته د نه تګ اعتصاب کړی او یاد ښوونځي يې تړلي دي.

همدارنګه د اسماعیل خېلو او مندوزیو، نادرشاه کوټ، سپیرې او شمل دوه منده ولسوالیو هغه شمېر ښوونکو هم اعتصاب کړی، چې د ښوونکو په سموات ښارګوټي کې نمرې ورکړل شوي، خو ځايي خلک او زورواکي د ښارګوټي ځمکه خپله بولي او ښوونکي په کې ابادیو ته نه پریږدي.

د پوهنې ریاست یوې سرچینې وویل، چې په روانو اعتصابونو کې یواځې د تڼیو او ګربزو ولسوالیو ښوونکي برخه نلري.

د تریزیو او علي شیرو د ولسوالۍ د ښوونکو یو تن استازي رييس حسن مشال راډیو ته پدې اړه وویل:

((د ځاځي میدان، باک، تریزیو او صبریو ولسوالیو، همدارنګه موسی خېلو او قلندر او درې مرکزي واحدونو متون، شمل، لکڼ کې ۲۱۹ مکتبونه دا ټول نن بند شوي دي، د ټولو ښوونکو دا پریکړه ده، تر څو چې دوی ته خپله حقه حقوق ورکړل شوي نه وي، تر هغې به مکتبونه بند وي او دا پروسه به جریان لري.))

اعتصاب کوونکو ښوونکو د خوست د پوهنې اداره په بې کفایتی تورنوله او زیاتوله يې چې یاد مسوولین په تېره یوه لسیزه کې ندي توانیدلي چې پدې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د دې تر څنګ د خوست د څلورو لویدیزو ولسوالیو ښوونکو بیا د لنډ وخت لپاره د خوست-ګردیز لاره د ټرافیکو پر مخ وتړله او له ولایتي مسوولینو يې وغوښتل چې د سموات پروژې د تطبیق په مخکې پراته خنډونه لیرې کړي.

دوی ویل، ځايي خلک او زورواکي يې نه پریږدي، چېتوزیع شویو ځمکو کې ځانونو ته کورونه جوړ کړي.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو یو تن ښوونکي وویل:

((دا والي او قوماندان چا دې چوکیو ته رسولي دي، دا د دې خړکي معلم په واسطه دې ځای ته رسیدلي دي، نن عسکر راځي دېخوا اخوا معلم کش کوي، په سپینه ږیره يې په سړک کې نسکوروي، له دوی جدي خواهش کوو، چې یادې زموږ نمرې فسخه کړي او یا دې معلم ته خپل حق ورسوي.))

بل لوري ته بیا د پوهنې ریاست اداره د ښوونکو دا کار د قانون خلاف بولي او وايي، چې د نمرو لپاره باید د ښوونځیو دروازې ونه تړل شي.

د پوهنې ریاست تدریسي امر حاجي محمد اکبر وویل، هغه ښوونکي خو د اعتصاب لپاره هېڅ دلیل نلري، چې اصلاً تر اوسه د نمرو په لیستونو کې شامل نه دي.

تدریسي امر زیاته کړه:

((زه داسې وایم هغه ښوونکی چې د نمرې مستحق دی هغه دې غوښتنه وکړي خو هغه معلم چې ادارې سره د نمرې مستحق نه دی، مقرر شوی دی، معلم دی، خو د نمرې په لېست کې نه دی، حق الزحمه معلم دی، قراردادي معلم دی، هغه باید خپل درس ته دوام ورکړي او د نمرې له معلم نه مې هم دا غوښتنه ده، چې د شاګرد په سره نمرې مه غواړه.))

د خوست د ولایت مقام چارواکي د ښوونکو لپاره د نویو ښارګوټو نقشه او پلان کول یوه زمان ګیره او اوږده پروسه بولي او وايي، دوی پدې برخه کې لاس په لاس څه نشي کولای.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وویل:

((ستاسو د مالوماتو له مخې ښوونکو لدې کبله یو شمېر ټولګي تړلي چې دوی ته نمرې نه دي ورکړل شوي، زه فکر کوم دا د زده کوونکو په مقابل کې یو مناسب عمل نه دی، موږ نن سبا ډېر ضرورت لرو چط ښوونځي د همیشه لپاره فعال وساتو، نمرې باید ورکړل شي، خو تاسو پوهیږئ چې د ښارګوټي نقشه او د نمرو توزیع یوه زمان ګیره پروسه ده، موږ پدې برخه کې اړوندو اداراتو دنده سپارلې، هغوی اسناد برابر کړي او مرکز کابل ته تللي دي.))

د خوست د پوهنې ریاست او ولایتي چارواکو پدې اړه چې د یادو ښوونکو د اعتصابونو د ختمولو او د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو څه ډول پلان لري، له څه ویلو ډډه وکړه، خو اعتصاب کوونکو ښوونکو بیا بیا ټېنګار کاوه چې دوی ته د ځمکو له وېش پرته به ښوونځیو ته ولاړ نشي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG