د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال بیلاد: په سویل ختیزو ولایتونو کې امنیتي ځواکونه برلاسي دي


د سویل ختیز زون د شپږو ولایتونو ملکي او پوځي چارواکي وايي، چې د یادو ولایتونو په اوږدو کې به د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب همدارنګه په یادو سیمو کې د حکومتوالی د ښه کولو او د حکومت او ولس د اړېکو د نږدې کولو په خاطر په خپلو کې همغږي او همکاري ډېره کړي.

دوی چې نن د چارشنبې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز کې د تندر قول اردو په ګارنیزیون کې د همغږۍ په یوه پراخه غونډه کې راټول شوي ول، له مرکزي حکومت وغوښتل چې د یادو ولایتونو د پوځي قطعاتو او جزوتامونو تجهیز او اکمال ته هم پاملرنه وکړي.

د همغږۍ پدې غونډه کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردکو او غزني ولایتونو والیانو، د ملي اردو د لواوو او امنیه قوماندانیو قوماندانانو، د ملي امنیت د ریاستونو رييسانو او د تندر قول اردو قوماندان او د قرارګاه امرینو يې برخه اخیستې وه.

د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي د ناستې موخې مشال راډیو ته داسې وړاندې کړې:

((دا امنیتي غونډه د دې لپاره وه چې څنګه موږ کولای شو، د دښمن شوم پلانونه په خپل وخت وزمان شنډ کړو، د خلکو سره مو چې په کوم ځای کې رابطه ضعیفه ده، هغه قوي کړو، خپل ضعیف ټکي قوي کړو او قوي ټکي وساتو، څنګه کولای شو، ښه حکومتوالي رامنځته کړو، د نظامي ارګانونو ښه همغږي موجوده وي، کوم ځایونه چې نا امن دي، هغه امن شي، خلکو ژغ تر موږه راورسیږي او موږ يې امن وساتو.))


په یاد زون کې د څلورمې لوا قوماندان جنرال رازق ساپي وویل، د نوي کال له پیله د وسلوالو طالبانو حملې ډېرې شوي، خو افغان ځواکونه هم د یادو بریدونو شنډولو ته تیاری لري.

جنرال ساپي په یو شمېر نورو برخو کې هم د شپږو ولایتونو د پوځي ادارو د همغږی اړتیا ته اشاره وکړه:

((د دې غونډې یوه موخه د لویو لارو خلاص ساتل وو، د ولسوالیو او مرکز ارتباط باید تامین وي او لارې يې خلاصې وي، دا يې هم غوښتل چې امنیتي او دفاعي ارګانونو اکمال او تجهیز ته باید مرکزي حکومت توجه وکړي، تاسو وینئ چې د نوي کال راهیسې طالبان هم کوښښ کوي چې خپل حملات زیات کړي، ولې دې ته موږ هم اماده ګي لرو، هر ځای چې دوی حمله کړې ده، دوی شکست خوړلی دی.))

بلخوا په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال عبدالواسع میلاد وايي، چې په سویل ختیز زون کې د جګړې امتیاز د افغان ځواکونو په لاس کې دی او وسلوال نشي کولای کومې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

جنرال میلاد په یو شمېر ولایتونو د د وسلوالو یو شمېر حملې یادوي، خو وايي، چې وسلوال پدې جګړو کې لاسته راوړنې نلري.

د تندر قول اردو قوماندان زیاتوي:

((دا به غیر مجاله وي، که مخالفین ووايي، چې موږ یوه ولسوالي نیسو، کوم بریدونه چې د دوی په پکتیکا کې کړي دي لکه په ګیان، برمل او ژیړوک ولسوالیو باندې، همداسې په پکتیا کې په ځینو ولسوالیو دوی حملې کړي دي، یا په همدې ډول يې په لوګر کې په ځینو ولسوالیو حملې کړي دي، یا يې په غزنی کې کړي دي، تر اوسه خو دوی کوم پیشرفت ندی کړی او د جنګ ټول امتیاز امنیتي ځواکونو بلخصوص اردوی ملي په لاس کې لري.))

په یاده غونډه کې خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د امن په ټېنګښت او ښې حکومتوالی کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او زیاته يې کړه، خوست سره لدې چې یو سرحدي ولایت دی، خو بیا يې هم امن ښه دی او زیاتره ولسوالیو کې يې یو شمېر بنسټیزې او زیربنايي پروژې پلي شوي دي.


XS
SM
MD
LG