د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د لوګر امنیت ښه شوی دی'


د لوګر امنیتي چارواکي وايي، جنګي فصل ته د دوی ژمنۍ تیاریانې، د امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ ډېریدل، د پوځي قطعاتو اکمال، تجهیز او د خلکو همکاري د دې لامل شوې ده، چې د نورو کلونو په پرتله د لوګر امنیت ډاډمن شي.

د پنجشنبې په ورځ د لوګر امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علي زي مشال راډیو ته وول، چې د سږني لمریز کال په پنځوسو ورځو کې يې د بیلابیلو پوځي عملیاتو او فعالیتونو په ترڅ کې وسلوالو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه وراړولي دي.

د لوګر امنیه قوماندان زیاتوي، پدې موده کې د افغان ځواکونو له لوري ۲۲ وسلوال هم نیول شوي دي.

امنیه قوماندان زیاتوي:

((موږ د سږ کال د وري په میاشت کې یوولس میله بیلابیله وسله نیولې ده، دوه موټر سایکله دي، پنځوس بورۍ المنیم نایټریټ سره ده او یو تعداد مهمات دي او پدې میاشت کې ۲۶ نفره وژل شوي ۲۱ نفره يې ټپیان دي، ۲۲ نفره يې نیول شوي دي.))

د لوګر امنیه قوماندان په یاد موده کې د پولیسو د تلفاتو په باب وايي، چې شپږ تنه ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د امنیه قوماندانی یو تن سرتیری هم د خپلو پوځي تدابیرو خبره کوي:

((نادرخان یم د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ سرباز، پدې ځای کې څو ورځې مخکې عملیات درلودل، خصوصاً پولیس د څرخ ولسوالۍ ډېر پیاوړي دي، وسلوالو بریدونه يې په شاه تمبولي او تلفات يې ور اړولي دي.))

د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکټر ولي وکیل هم د تېرو کلونو په پرتله د لوګر امنیت ښه بولي.

ډاکټر ولي وکیل د امنیت د ښه کېدو لاملونه داسې په ګوته کوي:

((د لوګر سږنۍ پسرلی نسبتاً پر امنه وو، ډېر چالشونه نه وو، څو دلایل يې دي، د حزب اسلامي راتګ دا یو دلیل کیدلی شي، د امنتي ځواکونو وېښتیا یو بل دلیل کیدلای شي، په مجموع کې زموږ زون ښه دی، په زون کې لوګر ښه دی او په لوګر کې د امنیتي ارګونونو تر منځ همغږي هم ښه ده.))

بلخوا د لوګر اوسیدونکي وايي، که څه هم کابل ته د غځیدلي سړک په امتداد امنیت ښه دی او هر څوک پرې شپه او ورځ ډاډه تګ او راتګ کولای شي، خو د یو شمېر ولسوالیو او د لارو امنیت يې ښه نه دی.

یو تن ځايي اوسیدونکي عبدالولي رييس خېل وویل:

((په مجموع کې لويې لارې لوګر-ګردیز او لوګر –کابل لاره امنیت ده، که د شپې هم راشو موږ کوم خطر سره نه یو مخامخ شوي، هر وخت پرې راتلی شو، خو د ولسوالیو لارې واقعاً خطرناکې دي.))

د یادونې وړ ده، لوګر په ختیز لوري کې د پاکستان له یو شمېر قبایلي سیمو او په شمال کې پلازمینې کابل سره پر پوتله پروت ولایت دی.

ډېر کله وسلوال د لوګر له لیرې پرتو او نا امنو سیمو څخه د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته د خپلو وسلو او مهماتو د لېږد ګټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG