د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: فټبال میدان ته څېرمه چاودنې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژلي


د چاودنې د ځای عکس
د چاودنې د ځای عکس

د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدین محمدي مشال راډيو ته وویل ، ۱۴ مړي او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

خوست: نن د شنبې په ورځ سهار مهال د خوست ښار اړوند د خوست ملي لوبغالي او د کابل د نوې اډې تر څنګ سیمه کې د موټر بم برید شوی دی.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدی مشال راډیو ته وویل، چې پدې برید کې لږ تر لږه څوارلس کسانوژل شوي اود دوو ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټپیانو کې یوازې د یو کس روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی، خو د نورو ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

ډاکټر ګل محمدالدین محمدی زیاته کړه ، اته نفره زخمیان لرو، چې د یو نفر حالت په کې د اندېښنې وړ دی او تر عملیاتو لاندې دی، د ۷ تنو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دي.

په خوست کې د چاودنې ځای
په خوست کې د چاودنې ځای

دی وايي ، موږ د خپلو امبولانسونو څخه په استفادې ۱۴ جسدونه چې د پيښې په ځای کې وو، غوښتل مو چې ولایتي روغتون ته يې انتقال کړو، وروسته د کمپاین نفر راغلل، موږ ورته دا جسدونه وسپارل.

بلخوا د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د یادې پيښې د وژل شویو شمېر له اتو تر لسو کسانو پورې یادوي.

نوموړی وویل ، د پيښې د سیمې سره نږدې د ولایتي قواوو ځینې اکمالاتي واړه ګاډي هم ولاړ ول.

ده وویل ، نن سهار اته نیمې بجې د وطن او خلکو دښمنانو موټر بم حمله ترسره کړه، چې په نتیجه کې تر اوسه له اتو تر لسو کسانو پورې شهیدان لرو، په حدود دې اته نفره په کې خمیان دي، چې په زخمیانو کې دوه تنه يې ماشومان دي، دغه حمله د خوست ښار د کابل نوې اډې یا د خوست د ورزشي لوبغالي تر څنګ شوې ده.

خلک د چاودنې پر ځای را غونډ دي
خلک د چاودنې پر ځای را غونډ دي

خوست امنیه قوماندان زیاتوي تر اوسه د وژل شویو هویت ندی مالوم شوی، چې څومره ملکي او څومره هم د کمپاین ځواکونو سرتیري دي.

فیض الله غیرت زیاته کړه چې د پيښې په ځای کې شپږو څخه تر اتو پورې د کمپاین سراچه موټر ولاړ ول، تر اوسه نده مالومه چې تلفاتو کې څو تنه کمپاین سرتیري دي او څو تنه هم ملکي وګړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته په مالوماتو کې د خوست د پيښې د وژل شویو شمیر اتلس تنه ښودلی دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دې برید غندنه کړې او ویلي یې دي چې ترهګرې ډلې دیني ارزښتونو او مبارکو ورځو ته درناوی نه لري او یو ځل یې بیا د پردیو په اشاره بشري جنایت او نه بخښل کېدونکی عمل ترسره کړ.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي ، ترهګرو ثابته کړه چې د هغوی دغه خونړی عمل په هیڅ دین او ائین کې د منلو وړ نه دی.

وسله والو طالبانو د دې برید زمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG