د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میدان وردکو کې د مڼې ګل کلنۍ مشاعره جوړه شوه


د پنجشنبې په ورځ په میدان ورکو کې د مڼې ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د یو شمېر نورو ولایتونو د میلمنو شاعرانو، فرهنګیانو او علمي شخصیتونو په ګډون جوړه شوه.

په یاده مشاعره کې د پیلیزو مراسمو وروسته چې یو شمېر ځايي چارواکو او فرهنګي شخصیتونو په کې د افغاني کلتور او ادب د ارزښت په تړاو ویناوې وکړې، لسګونو ځوانو شاعرانو بیا ګډونوالو ته خپل او ځنو هم د نورو شاعرانو شعرونه، غزلې، نظمونه، هایکوګانې او بیتونه ولوستل، چې د حاضرینو لخوا په چکچکو او تودو ولولو لمانځل کېدل.

د میدان وردکو والي ځونډي ګل زماني مشال راډیو ته وویل، چې دې مشاعرې ولس ته د سولې او ورورۍ پیغام لاره.

ځونډي ګل زماني زیاته کړه:

((دلته په میدان وردکو کې د مڼې ګل مشاعره وه، د دې مشاعرې پیغام یواځې دا نده چې د پسرلي موسم دی او بزګران دې ډېرې مڼې وکري او ډېرې مڼې دې تولید کړي، بلکې د دې مشاعرې ولس ته سوله، ورورولي، اتفاق او ااتحاد دی، تاسو ته به پته وي، چې د مشاعرې په جریان کې دښمن د دډېرې لیرې فاصلې نه یو نیم توپ راوویشت، خو مشاعرې هغوی ته توپ ورونویشت، بلکې مشاعرې هغوی ته د ګلانو تحفې وروړاندې کړې، موږ په مخالفینو غږ کوو، چې د ځوانانو او شاعرانو لخوا دوی ته د سولې ګلان وړاندې کیږي.))

لیکوال او ژورنالېست محمد زبیر شفیقي وايي، مڼې ګل مشاعره شپاړسم کال ته داخله شوې او چې څومره د خلکو لخوا دا فرهنګي فعالیت بدرګه او وپالل شي، په ګټه تمامیږي.

زبیر شفیقي وايي:

((د مڼې ګل مشاعره چې شپاړسم کال يې وو، دا نو اوس په یوې داسې دودیزې مشاعرې بدلیږي، چې هر کال په کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو شاعران په کې راټولیږي، زما په فکر دا یو لوی ګام دی، هر څومره چې بدرګه شي او وپالل شي ښه خبره ده.))

له خوست څخه د مڼې ګل د مشاعرې یو تن ګډونوال مطیع الله تراب هم په خپلو خبرو کې یاده مشاعره په زړه پورې بولي او زیاتوي:

((ښه په زړه پورې مشاعره وه انشاالله، د تېر کال په پرتله ښه وه، د شاعرانو شعرونه او نظمونه هم ښه وو، ښې پخې غزلې وې، د سولې پیغام په کې وو، افغانستان شموله مشاعره وه او د بیلابیلو ولایتونو نه په کې شاعران راټول شوي ول.))

د مشاعرې یو تن ګډونوال آدم خان وايي، دا ډول مشاعرې د شاعرانو په منځ کې تګ راتګ او پېژندګلوي پیاوړي کوي:

((د دا ډول مشاعرو یو مثبت تاثیر دادی چې د ډېرو لیرې لیرې سیمو شاعران راځي یو د بل سره ګوري، ځنې شاعران داسې وي چې په نوم یو بل سره اشنا وي، خو له نږدې يې نه وي لیدلي، دا مشاعرې دوی ته زمینه برابروي چې د هغوی له څېرو سره اشنا شي او نږدې پېژندګلوي يې وشي.))

د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک هیله څرګندوي چې د دا ډول مثبت فرهنګي فعالیتونو نور هم ډېر شي، تر څو هغه ستونزې چې زموږ د ټولنې خلک ورسره لاس او ګریوان دي، هغه د شعر او هنر په ژبه بیان کړي.

د منې ګل په مشاعره کې لسګونه ځوانو شاعرانو د حاضرینو په تاوده هر کلي کې خپل شعرونه ولوستل او ځنو پکې بیا خپل کلامونه د ترنم په انداز وړاندې کړل.

یو تن شاعر په شعر کې د مڼې ګل ښکلا او خوشبويي څه ډول وستایله:

صفت يې ډېر دی، زه يې جارشم له هر ګله

څومره ښایسته يې، وه د مڼې ګله

XS
SM
MD
LG