د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست مدني فعالان د ښار پاکولو فرهنګ دودوي


د خوست یو شمېر مدني فعالان وايي، چې د ښار پاک ساتل او په خلکو کې د ښاري فرهنګ رواج او مراعتول د ټولنې د ټولو وګړو ګډ کار دی.

دوی زیاتوي، کچیرې د ښار په پاک ساتلو کې ټول برخه وانخلي، یوه اداره او ټولنه په یواځې ځان ښار او چاپیریال پاک نشي ساتلای.

یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ مدني فعالانو او ښاریانو د خوست ښار د پاکولو په حشر کې مشال راډیو ته وکړې.

په یاده پګړه او حشر کې چې لسګونو کسانو برخه اخیستې وه، په جاروګانو، بیلونو او کراچیو يې د ښار ځنې سړکونه او کوڅې پاکولې، چې بیا د ښاروالۍ د تنظیفاتو د ګاډو په واسطه کثافات له ښار ټاکلي ځای ته لېږدول کېدل.

خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي وویل، دوی د ښار د پاکولو لپاره ځنې اساسي برنامې لري، چې په عملي کېدو سره به يې د ښار د پاکوالي حالت ښه شي.

''یوازې ښاروالي پدې نه توانیږي چې د ښار کثافاتو او ټولو ستونزو ته رسیده ګي وکړي، انشاالله په راتلونکې کې به نه یواځې دا چې موږ معیاري کثافات دانۍ ولرو، د هر دوکان او مارکیټ په کچه به موږ یوه کڅوړه ولرو چې دوی به خپل کثافات په خپل دوکان کې جمع کوي، ښاروالي به راځي او هغه به د نورې نړۍ په شان انتقالوي."

د خوست ښار د پاکولو په حشر کې د لنکن ښوونیز مرکز یو شمېر زده کوونکو هم برخه اخیستې وه.

د یاد مرکز مشر نصیراحمد روښان وايي، د دې حشر مهمه موخه داوه چې په خلکو کې د ښار د پاکولو فرهنګ دود شي.

ښاغلي روښان وویل:

"مختلفو مدني ټولنو، شوراګانو، سازمانونو جمع لنکن مرکز د خوست ښار د پاکولو لپاره یو مشترک حشر په لاره واچاوه، پدغه حشر کې ګڼو ځوانانو برخه اخیستې وه، هدف لدې حشر څخه دا وو، چې ښار مشخص د یوې ادارې، یو سازمان او یوې ټولنې پورې ارتباط نلري، ښار د ټولو مشترک کور دی، د دغه مشترک کور پاکوالی او صفايي د هر خوست میشتي ایماني، اسلامي او افغاني دنده ده."

د حشر یو بل تن ګډونوال محمدجلال حقیقت ځدراڼ هم له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د ښار په پاک ساتلو کې خپله ونډه ترسره کړي.

جلال حقیقت ځدراڼ وايي:

"دا چې موږ ښار ته راوتي یو او د خوست ښار په پاکوالي کې برخه اخلو، دا پدې مانا ده چې موږ د شار د پاک ساتلو فرهنګ رامنځته کړو، د ښار خلک، دوکانداران او موټر چلوونکي پدې باندې پوۍ کړو چې د ښار په پاکوالي کې دوی هم برخه واخلي، تر څو زموږ د خوست ښار پاک او صاف وي."

د یادونې وړ ده، که څه هم د پخوا په پرتله په خوست ښار کې د خلکو لخوا حشرونه کم شوي، خو په وروستیو دوو کلونو کې د ښار ځنې جادې او سړکونه په اساسي ډول جوړ شوي، چې د ښار بڼې ته ښکلا ورکړې او ښار ورسره څه نا څه پاک شوی دی.،

XS
SM
MD
LG