د لاسرسي ځای

تازه خبر

حلیم فدايي: مشال راډیو لر او بر پښتانه سره نږدې کړي


د چارشنبې ورځ په لوګر کې د رسنیو ازادۍ نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د دغه ولایت والي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو د پرمختګونو، ستونزو، ناخوالو او د دوی د غوښتنو په انعکاس کې د مشال راډیو خپرونې وستایلې او هغه يې په یو ستاینلیک تقدیر کړې.

د لوګر والي حلیم فدايي وویل، مشال راډیو د لر او بر پښتنو د تاریخي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو د ټېنګولو او همدارنګه د یادو سیمو د انځور ښه کولو په برخه کې اغېزمې خپرونې وړاندې کړي دي.

حلیم فدايي مشال راډیو ته د ستاینلیک د ورکړې پر مهال وویل:

''د مشال راډیو خپرونې خصوصاً د پولې د دواړو غاړو د اوسېدونکو لپاره ډېر زیاتې ګټورې دي، دوی کولای شي خپلې کلتوري او تاریخي اړیکې لا غښتلې کړي، دوی کولای شي د دواړو لوریو مشترکې ستونزې او مشترکې ګټې منعکسې کړي، چې دا کار يې تر ډېره بریده کړی دی، هغه ناسم انځور چې د دې سیمو په اړه دی، دوی همیشه هڅه کړې ده چې دا انځور هم سم منعکس کړي او هم په تعلیمي ډګرونو کې مشال راډیو کافي کار کوي.''

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفیق پوپل وايي، مشال راډیو د پولې په دواړو غاړو کې د روانو ناخوالو او ستونزو په اړه ولس ته پر وخت مالومات ورکړي او د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه يې عامه پوهاوی کړی دی.

''مشال راډیو د هغو سیمو لپاره فعالیت کوي چې هغه د پولې اخوا او دې خوا وي، دا چې اکثره جنګونه او ناخوالې پدې سیمو کې دي، دوی عامه پوهاوي ته ډېره اړتیا لري، دغه راډیو چې پدې سیمو کې نشرات کوي واقعاً ډېر ارزښتناکه دي، نن د اطلاعات او فرهنګ ریاست دا وپتیله چې د دې راډیو ژورنالیستان او مسوولین تقدیر شي."

د لوګر یو تن مدني فعال نورالله ستانکزی وايي، د مشال راډیو خبرونو او رپوټونو چارواکي خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي دي:

"د مشال راډيو خپرونې د لوګر ولایت لپاره هم ډېرې ارزښتناکې دي او د دوی رپوټونه او ګزارشونه او یا هم د سرحد د نږدې سیمو د خلکو د ستونزو انعکاس چارواکو او مسوولینو ته رسول مثبتې تمامیږي."

یو بل تن مدني فعال خان ولي احمدزی د پوهنې د دودولو په برخه کې د مشال راډیو خپرونې اغېزمنې بولي او زیاتوي، چې یاده راډیو د ولس له غوښتنو سره سمې خپرونې جوړوي:

''پښتون میشتې سیمې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې جنګونو او وروستیو ناخوالو سختې ځپلې دي، په دې سیمه کې مشال راډيو یواځنۍ رسنۍ ده چې د تعلیم او پوهنې په برخه کې، د رغونې په برخه کې، د فرهنګ په برخه کې هغه خبرونه چې پښتون میشتې سیمې ورته اړتیا لري، ټول خپروي دا رسنۍ."

د لوګر د ولایت مقام لخوا د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د مشال راډيو د مشرتابه په پته (ادرس) استول شوي ستاینلیک کې راغلي:

مشال راډیو د پولې په دواړو غاړو کې د پراته پښتون ولس د بیدارۍ، د دې سیمې د ولسونو د غږ او فریاد د اوچتولو، په خلکو کې د ولسواکۍ د اصلونو او بشري حقونو د ترویج او همدرانګه د بیان ازادۍ د تحقق لپاره کړې هڅې په دې ستاینلیک تقدیروي.

په ستاینلیک کې د لوګر چاروکو هیله څرګنده کړې، چې مشال راډیو او کارکوونکي به يې په دې بشرپال رسالت کې لا زیات بریالیتوبونه ولري.

XS
SM
MD
LG