د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حلیم فدايي سره د مشال ځانګړې مرکه


د مشال مرکې د دې اونۍ میلمه مو د لوګر والي حلیم فدايي دی. نوموړی د حکومتي مسولیت ترڅنګ د یاد وړ فرهنګي شخصیت هم دی.

حلیم فدايي ۴۶ کاله وړاندې د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ په سلطانو کلي کې زېږېدلی او د اداره او تجارت او شرعیاتو په برخه کې يې په پاکستان کې تر ماسټری زده کړې کړي دي.

نوموړی له نږدې دریو لسیزو راپدېخوا په عربي، انګلیسي، دري او پښتو ژبو لیکنې کوي او د ګڼو څېړنیزو مقالو تر څنګ يې ۱۷ عنوانه بیلابیل د ټولنیزو مسایلو، د ادبیاتو د برخې او دیني کتابونه هم لیکلي دي.

د دوی اولین چاپ شوی اثر ((د خلیج پېښه، پایلې او علتونه يې)) په نامه تېزیس وو، همدارنګه د خپلو خورو، ورو لیکنو یوه برخه يې د فکر او عمل په نامه یوه ټولګه کې راټوله کړې ده.

حلیم فدايي سره د مشال مرکه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ښاغلي فدايي، د افغان پخواني صدرحامدکرزي د حکومت په وخت کې څو کاله د میدان وردکو والي وو او هلته يې د نورو لیکوالو او شاعرانو ۵۲ عنوانه بیلابیل کتابونه په خپل لګښت چاپ کړي دي.

د دې کتابونو څخه مهم يې د استاد صدیق پسرلي غزل بڼ، په څلورو ټوکو کې د سولې او جګړې په نوم یو مهم ناول او د استاد ګل پاچا الفت د کلیاتو بشپړه مجموعه ده.

نوموړی له دوو کلونو راهیسې په لوګر کې والي دی او پدې موده کې هم د بیلابیلو لیکوالو او شاعرانو اته عنوانه کتابونه چاپ کړي دي.

د مشال مرکې پدې خپرونه کې نجیب الله الوخېل د لوګر والي حلیم فدايي سره د ده د ژوند په بیلابیلو پړاونو او د افغانستان د راتلونکې په باب د نوموړي د برداشت او فکر په اړه خبرې اترې کړي دي.

XS
SM
MD
LG