د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کابل مظاهرې جوړونکي دې محاکمه شي"


خوست: دافغانستان د خوست لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او اوسیدونکو په کابل کې د جمعې ورځې د لاریون تنظیموونکي وغندل او له افغان حکومته يې د هغوی د محاکمې غوښتنه وکړه.

دوی وویل چې د افغانستان خلک او حکومت چې د کابل د چهارشنبې ورځې د خونړۍ حملې د سلګونو قربانیانو سره په غمشریکی بوخت دي، په داسې حالت کې د نظام د ننګونو لپاره له تاوتریخوالي ډک لاریونونه د ملت په زیان دي.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې د حکومت د یو شمېر برحالو او پخوانیو چارواکو نومونه یاد کړل، چې د خپلو شخصي عقدو د پاللو لپاره د خلکو له احساساتو ګټه پورته کوي او حکومت ته ستونزې جوړوي.

خوست والي زیاته کړه چې موږ د هغو امنیتي او ملي دفاعي ځواکونو حامیان یو چې د خپل سرونو په قیمت دا نظام ساتي او بیا د لطیف پدرام غوندې یو بې دینه شخص راجګ شي او نظام دې ننګوي، احمدضیاء مسعوده ته چې تر پرونه پدې نظام کې وي دا نظام سم وو، نن چې ته پدې نظام کې نه يې دا نظام خرابه ده، صالح چې څېره يې ټول ملت ته مالومه ده، ته په کومه حیا هلته حضور لري، چې ته په نظام کې په امنیتي سکټور کې د دولت وزیر يې او بیا ته د نظام پر خلاف راجیګیږې او شعارونه ورکوې.

خوست والي له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل، چې د جمعې ورځې له تشدد څخه ډک لاریون تابیا کوونکي دې محاکمې ته معرفي کړي:

نوموړي وویل ، زه په ټول افغان ملت باندې غږ کوم چې دا پردی توطیې دي او لطفاً داسې بې بندوباره، لوباره او خرڅ شویو اشخاصو باندې قطعاً اعتماد نشته، ولس د دوی سره نشته، جناب ولسمشره زموږ غوښتنه داده چې د پرونیو وینو تویدونو پوښتنه له دوی وشي او دا د محاکمې میز ته راکش شي، ایا مدني حرکت کې سړی وینې تویوي، موږ د دې خلکو جدي محاکمه غواړ.

قومي مشر موسی جان ځدراڼ وویل، د کابل لاریون هغو خلکو سازماندهي کړی وو، چې په حکومت يې خپلې چوکۍ او موقفونه له لاسه ورکړي او یا شخصي ګټې او غرضونه لري.

ځدارڼ وايي ، هغه اشخاصو او افرادو چې پخوانی سیاسي عقدې او غرضونه یې درلودل، هغوی دې لاریونونو ته د خپلو اهدافو د تطبیق لپاره راترپ کړل او دا خلک چې د غم او ویر په ټغر ناست وو، لا نور يې ورته د غم ټغر لمن ورپراخه کړه، دا حرکتونه د ډیموکراسۍ د پلي کیدو سره کمک نه کوي، بلکې دا نور رنګارنګ سیاسي او ټولنیز مشکلات راجوړوي.

د مجاهدینو د تحریک مشر مولوي امین الله امین وايي، د نظام پر خلاف بې وخته او دا ډول له تشدد ډک حرکتونه د پردیو لخوا سازماندهي کیږي.

مولوي امین الله امین زیاته کړه ، د دغه نظام د خرابولو لپاره چې هر څوک لګیا دي، دا د پردیو په اشاره دي، موږ د داسو خلکو او لاریونونو غندنه کوو، چې هغه د مسلمانانو، افغانانو او هېواد په نفعه نه وي.

ارګ هم په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې لاریون کوونکي دې فرصت طلبو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی له مدني حرکتوړنو ناوړه ګټه کوي.

وروستي رپوټونه وايي، چې د افغان حکومت پر ضد د کابل د جمعې ورځې په لاریون کې څلور تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG