د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: که پښتانه ويښ نه شي، ویرونه نه ختمېږي


په خوست کې یو شمېر قومي مخورو او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو استازو په یوه غونډه کې د پولې په دواړو غاړو کې، پښتنو ته په ورپېښوسیاسي او ټولنیزو ناخوالو انديښنه څرګنده کړه او ددې حالاتو نه د ژغورنې یواځنۍ لار يې د پښتنو یووالی او په خپلو کې د ناستو ولاړو ډېریدل یاد کړل.

دوی چې د جمعې په ورځ د (پښتونه راويښ شه خوځښت) په بلنه د پښتو ژبې په یو علمي او ټولنیز کنفرانس کې راټول شوي ول ټېنګار وکړ، چې د دې سیمې شته ناخوالې په یو نړیوال کړکیچ بدلې شوي او نړیوال يې هم باید په ختمولو کې مرسته وکړي.

د کنفرانس یو تن ګډونوال قومي مشر محمدولیشاه عمرزی پدې اړه مشال راډیو ته وویل:

((هغه وروڼه چې د پولې په پورې غاړه کې دي، هغوی سره باید په موجودو مسایلو مفاهمات وشي، چې دا کړکیچ دادی څلوېښت کلنۍ ته داخلیږي دا باید حتی له منطقې نه ختم شي، دا اوس تقریباً په جهاني پرابلم بدل شوی دی، جهانیان يې باید په حل کې کمک وکړي، د دې بد اثراتو په ټولو افغانانو په ځانګړي ډول پښتنو باندې ډېر منفي اغېز لرلی دی.))

د غونډې ګډونوال د پولې په دواړو غاړو کې د شته ستونزو او ناخوالو د حل یوه لاره دا ګڼي، چې پدې پراخه سیمه کې دې، پراته قومونه او مشران په خپلو کې راشه درشه او اړیکې پراخې کړي.

په خوست کې د ټولنیزو بنسټونو د همکاری شورا مشر سخي جان سرحدي وايي، پښتانه د یوې پراخې توطیې قرباني دي او په وروستیو کلونو کې یوازې د پولې په پورې غاړه کې سلګونه مشران په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ښاغلی سرحدي زیاتوي:

((موږ باید دې مسالو ته ناستې ولاړې ولرو، پوۍ خلک راټول کړو، یو بل سره تماسونه او اړیکې وساتو، که دا نوي نو هلته ژړا او دلته ژړا به وي، ویر او ماتم به وي، لدې نور موږ څه ترلاسه کولای نشو، دښمن به زموږ لدې حالت نه خوند اخلي او څربیږي به، موږ باید متوجه وو چې ډېر کلک او مکار دښمن موجود دی، یوازې په کوزه پښتونخوا کې يې په ګڼ ګڼلي اته سوه داسې مشران چې خلک پرې راټولیدل وژلي دي.))

د خوست د ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند وايي، که پښتانه خپلې ستونزې درک کړي او یوموټي شي، نو دوی دا قوت لري چې دا قوم له موجودو ستونزو او ننګونو راوباسي.

امیرالله زړه سواند وویل:

((کوز او پاس پښتانه په رښتیا چې یو لوی قوت دی، کچیرې دوی په یوه ژبه او یو لاس واوسیږي، دا کومې ستونزې او ننګونې چې د دوی په مخکې پرتې دي، دوی لپاره یې بیا د خلاصولو څه مشکل نشته، حتماً به دوی لاس بري کیږي او هدف ته به رسیږي.))

د کنفرانس یو تن تابیا کوونکي او د لندن میشتو افغانانو استازي سعدالدین منګل وايي، د دوی خوځښت پدې هڅه کې دی، چې پښتانه یوموټي کړي او پدې برخه کې مشران د خپلو وجیبو اجراء ته وهڅوي.

سعدالدین منګل وړاندې وویل:

((موږ چې کله پښتون وایو، نو لر او بر پښتون یادوو، موږ هڅه کوو هغه ستونزې او مشکل چې لر او بر پښتون ورسره لاس او ګریوان دی، دا ورکې کړو، پدې کې د پښتنو د مشرانو رول ډېر مهم دی، دوی باید پدې کې کار وکړي تر څو لر او بر پښتون سره یو لاس کړي.))

د یادونې وړ ده، خوست د افغانستان په سویل ختیز کې له سرحدي ولایتونو څخه دی، چې د شمالي وزیرستان، کورمې، پاړه چنار او نورو قبایلي سیمو سره ۱۸۴ کیلومتره پوله لري.

له دریو کلونو راهیسې د شمالي او جنوبي وزیرستان همدارنګه د ځنو قبایلي سیمو زرګونه کورنۍ د دوی په سیمو کې د پاکستان پوځ د نظامي عملیاتو او هلته د شته بد امنیو له ګواښه په خوست کې میشتې دي.

XS
SM
MD
LG